په هند کې يوې محکمې هغو شپږو کسانو ته، چې په تېرې مارچ مياشت كې يې پر يوې سويسۍ ښځې يې ډله ييز جنسي تېرى کړى و د عمري بند سزا ورکړه.
په هند کې يوې محکمې هغو شپږو کسانو ته، چې په تېرې مارچ مياشت كې يې پر يوې سويسۍ ښځې يې ډله ييز جنسي تېرى کړى و د عمري بند سزا ورکړه.
دغه شپږ کسان، چې عمرونه يې له ۲۲ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي، له هغه ځاى سره د يوه نژدې کلي اوسېدونکي دي، چې پر دغې سويسۍ ښځې په کې جنسي تېرى شوى و.
تر دې پېښې څو مياشتې مخکې پر يوې ۲۳ کلنې هندۍ ښځې هم په ډيلي کې په يوه بس موټر کې په ډله ييزه توګه جنسي تېرى وشو، چې له كبله يې ومړه، خو دغې پېښې په ټول هند کې قهرجن لاريونونه وپارول.
دغه ۳۹ کلنه سويسۍ ښځه او مېړه يې د هند په اګره ښار کې تاج محل ته په بايسکل روان وو او د مدياپردېش ايالت په يوې ځنګلي سيمې کې يې دمه کوله، چې بريد پرې وشو.
مخکې له هغه، چې پر دغې سويسۍ ښځې په هندکې جنسي تېرى وشي، په قانون کې د بدلون او هغو کسانو ته، چې پر ښځو جنسي تېرى کوي د مرګ د سزا په ګډون د سختو سزاګانو وړانديز شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


