د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ بزګر وايي چې د کرنې ریاست د نه پاملرنې له کبله د دوی کرنیزو محصولاتو ته زیان اوښتی او د بزګرو په نوم شوې مرستې دوی ته نه رسېږي.
د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ بزګر وايي چې د کرنې ریاست د نه پاملرنې له کبله د دوی کرنیزو محصولاتو ته زیان اوښتی او د بزګرو په نوم شوې مرستې دوی ته نه رسېږي.
چاردره د کندوز ولایت یوه مهمه کرنیزه ولسوالي ده چې نږدې ۹۵ په سلو کې وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
د چاردرې ولسوالۍ د نهر صوفي سیمې اوسیدونکي عبدالحق کلید ته ویلي چې د کرنې ریاست مامورین وخت ناوخت د بزګرونو نومونه ثبتوي، خو د مرستو یې هېڅ درک نه لګېږي.
(( موږ ته یې ویلي چې ستاسې نومونه کرنې وزارت ته د مرستو لپاره استوو، له تاسو سره د نباتي ناروغیو ضد درملو مرسته کوو، خو تراوسه مو هېڅ هم په سترګو نه دي لیدلي.))
د عبدالحق په خبره که چېرې حکومت د کرنې د ودې په لټه کې وي، بیا پکار ده چې له بزګرو سره د کیمیاوي سرې، اصلاح شویو تخمونو او سړوخونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
(( د کندوز او په ځانګړې توګه چاردرې ولسوالۍ بزګران کرنیزو توکیو لپاره د مارکیټ او بازار په برخه کې پوره ستونزه لري، د سړو خونو نشتوالی بله ستونزه ده چې بزګران ورسره لاس او ګریوان دی، کله چې بهرنۍ مرستې کمیږي حکومت باید زراعتي سکټور ته جدي پاملرنه وکړي.))
د چاردرې ولسوال زلمی فاروقي په یادې ولسوالۍ کې د بزګرو ستونزې پرځای بولي، خو په خبره یې دوی یې د اواري لپاره منډې وهي: (( یو خو د ولسوالۍ مقام تر څنګ کرنیزو محصولاتو لپاره د لوی ګودام جوړول دي چې ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.))
د فاروقي د معلوماتو له مخې دا ګودام د ډېرو کرنیزو توکو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې په جوړېدو به یې تر ډېره د بزګرو ستونزې اوارې شي.
بل لور ته د کندوز د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې امر عبدالبصیر فقیری وايي، کوم ټیم چې له کابل څخه کندوز ته راغلی و، بزګرو ته توصیه وکړه چې هر کال دې په خپلو ځمکو خټکي نه کېږي: (( دې توصیې همدا سږکال نتیجه ورکړې، د همدې امله سږکال د کندوز خټکیو حاصلات د تېرکال په پرتله څو برابره ښه شوي دی.))
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د یو بل خبر له مخې کابو دوه اوونۍ وړاندې د کندوز د چاردرې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ۱۸ ټولګټې پروژې پرانستل شوې.
د چاردرې ولسوال فاروقي وویل چې دغه پروژې د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو پر بنسټ منظور شوي. د فاروقي د څرګندونو پر بنسټ په دغو ۱۸ پروژو کې د یادی ولسوالۍ د ۱۸ کلیو د پراختیايي شوراګانو پر اړوند سړکونو د کریړ (جغل) اچول شامل دي.
د ولسوال په وینا دا سړک له جمعه بازار څخه پیل تر نهر صوفي پورې دوام مومي چې ټول ټال ۲۲ کیلومټره دی: (( د دغو پروژو په پلي کېدو سره د سیمه ییزو شوراګانو له لارې د سیمې کابو ۳۵۰ تنه بی وزله اوسېدونکو ته د کار زمینه برابرېږي.))
د چاردرې ولسوال زیاته کړه چې یادې پروژې به په راتلونکو درېو میاشتو کې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژې د کلیو او پراختیا وزارت د کابو څلور لکه امریکايي ډالرو په مالي لګښت پلې کېږي.
په ورته وخت کې د چاردرې بزګران وايي هیله ښيي چې د دغو پروژو په تطبیق سره د دوی بازارموندنه هم پراختیا ومومي او په وخت به یې محصولات مارکېټ ته ورسېږي.
د چاردرې د نوآباد کلي اوسېدونکی سید قادر وايی چې دمګړۍ ډېری سړکونه ویجاړ دي، بزګر خپل کرنیز حاصلات د ولسوالۍ بازارونو ته انتقالوي او ډېر خو یې خوسا کېږي هم.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


