ads

نوازشريف وايي، د يوه پياوړي او باثباته افغانستان غوښتونكى دى

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف پرون په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت ته لاړ، چې افغانستان ته د دغه هېواد د ملي امنيت او د بهرنيو اړيکو د سلاکار سرتاج عزيز تر سفر مخکې د پاکستان د بهرني سياست په اړه خپل نظر څرګند کړي. د پاکستان لومړي وزير نوازشريف پرون په اسلام […]

نویسنده: TKG
30 چنګاښ 1392
نوازشريف وايي، د يوه پياوړي او باثباته افغانستان غوښتونكى دى

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف پرون په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت ته لاړ، چې افغانستان ته د دغه هېواد د ملي امنيت او د بهرنيو اړيکو د سلاکار سرتاج عزيز تر سفر مخکې د پاکستان د بهرني سياست په اړه خپل نظر څرګند کړي.

ټاکل شوې ده، چې سرتاج عزيز نن کابل ته په يو ورځني سفر راشي.

نواز شريف د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ته وويل، کله چې د افغانستان خبره کېږي، نو پاکستان له کومې ځانګړې ډلې سره اړيکې نه لري او کله چې په سيمه کې د سولې مسئله مطرح وي، پاکستان تيار دى، چې له هرې ډلې سره خبرې وکړي، خو په وينا يې،  پاکستان د متحد افغانستان ملاتړ کوي.

په غونډه کې نواز شريف اعلان وکړ، چې سرتاج عزيز افغان چارواکو ته د پاکستان د څرګند پيغام د رسولو لپاره کابل ته لېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA