د طالبانو لپاره د قطر دفتر کابو یوه میاشت وړاندې په دوحه كې پرانستل شو، خو په انګړ كې يې د سپين بېرغ او اسلامي امارت د لوحې پر سر له ګڼو ناندريو وروسته دا دفتر اوس بېرته د طالبانو له لوري په موقت ډول تړل شوی او دا هم نه ده معلومه چې بېرته به ژر پرانستل شي او كه بيخي به تړلى پاتې شي؟
د طالبانو لپاره د قطر دفتر کابو یوه میاشت وړاندې په دوحه كې پرانستل شو، خو په انګړ كې يې د سپين بېرغ او اسلامي امارت د لوحې پر سر له ګڼو ناندريو وروسته دا دفتر اوس بېرته د طالبانو له لوري په موقت ډول تړل شوی او دا هم نه ده معلومه چې بېرته به ژر پرانستل شي او كه بيخي به تړلى پاتې شي؟
د قطر دفتر د تړل كېدو په اړه پاكستان كې مېشت يو طالب چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس اژانس ته ويلي، د قطر دفتر ځكه تړل شوى چې له دوى سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي. نوموړى په قطر كې له امريكا او افغان حكومت څخه نا خوښيي ښيي او وايي هېڅ يو لوري هم په دې برخه كې تر اوسه څه نه دي كړي.
دا په داسې حال كې ده چې په لومړيو كې جمهور رئیس کرزى د قطر دفتر د پرانستې له کبله سخت په غوسه او د دغه دفتر پرانستل یې یوه دسیسه بللې وه، خو اوس دا دى د سولې عالي شورا د قطر دفتر د بېرته تړل كېدو له كبله سخت خپګان ښكاره كوي او وايي دوى هيله لري چې مقابل لورى د خبرو لپاره چمتووالى وښيي او په قطر كې د طالبانو دفتر بېرته پرانستل شي.
د سولې د عالي شورا مرستيال عطاء الله لودين همدې ټكو ته په اشاره ويلي، دا دفتر كېداى شي د دوه علتونو له مخې تړل شوى وي: (( يو دا چې طالبان له امريكايي چارواكو سره د طالب زندانيانو پر سر جوړ جاړي ته نه دي رسېدلي او بل دا چې د طالبانو تر منځ د قطر د دفتر په اړه اختلاف و، اكثره طالبان په دې نظر نه وو چې دا دفتر دې پرانستل شي.))
خو نوموړى زياتوي د سولې عالي شورا په هر صورت د دې دفتر په تړل كېدو خواشينې ده او هيله لري چې دا دفتر په راتلونكې كې د سولې د خبرو لپاره بېرته پرانستل شي: (( د مذاکراتو د اوږد بن بست نه وروسته دا یوه دروازه خلاصه شوې وه. بهتره به وای چې دا پخپل حالت پاتې شوې وای. موږ هیله مند یو چې دا د فتر به د مذاکراتو او د دې قضیې د پوره څېړلو لپاره په دوامداره توګه بند پاتې نه شي او دوی د مذاکراتو لپاره چمتووالی وښيي او دفتر پرانستل شي.))
عطاءالله لودين دارنګه له فرانس پرېس سره د طالب چارواكي هغه خبرې ردوي چې ګواكې دوى له طالبانو سره كومې ژمنې كړې دي: (( موږ هيڅ كومه ژمنه نه ده كړې، دوى شايد په ظاهره د لوحې او بېرغ مسئله د دليل په توګه راوړي، خو خبره له امريكايانو سره د ګوانتانامو د زندانيانو پر سر د اختلاف او له دفتر سره د طالبانو په اختلاف كې ده.))
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستل کېدو پرمهال رامنځته شوی ناسم پوهاوی باید د سولې د بهیر پر وړاندې خنډ و نه ګرځي، خو اوس چې د قطر دفتر تړل شوى، نو اساسي پوښتنه دا راپورته كېږي چې ياد دفتر كه تر لنډې مودې وروسته بېرته خلاص نه شي نو څه به كېږي؟
افغان منتقدین په دې باور دي، که دا موضوع واقعیت ولري او د قطر دفتر تړل شوی وي ښايي طالبان د خپل ضد له کبله په لنډ وخت کې سولې ته بېرته غاړه کې نه ږدي. دوی پر افغان حکومت غږ کوي چې له خپلو کوچنیو او بې ضرورته سنګرنیونو تېر شي او د سولې اساسي حل ته غاړه کېږي. منتقدین دا هم وايي چې له تېرو څلورو اوونیو راهیسې چې د قطر دفتر پرانستل شوی و، د افغان حکومت، امریکا او د طالبانو د پخوانيو مخالفانو ( د شمال جبهې او د حکومت اوسني اپوزیسیون) غږ او نظریات اورېدل شوي، خو طالبانو ته دا موقع چا نه ده ورکړې چې خپلې غوښتنې مطرح کړي، په داسې حال كې چې د قضیې یو اساسي اړخ همدوی دی.
په ننګرهار كې د كاردان پوهنتون استاد محمد غني فاروقي وايي، ښكېلو اړخونو خو لومړى بايد د قطر دفتر د پرانستې په برخه كې كوچنيو شيانو ته لومړيتوب نه واى وركړى، ځكه مسئله د سولې د خبرو وه، نه د بېرغ پورته كولو او يا د لوحې د راكوزولو: (( زما له نظره طالبانو د بيرغ او لوحې له لارې خپل وجود په نړيواله كچه ثابتول غوښتل او دا يوه جزيي مسئله وه، ځكه د سولې خبرو ته ناستې د دوى وجود لا د مخه ثابت كړى و، دېخوا افغان حكومت هم بايد له امريكا او قطر سره مخكې له مخكې د دفتر شرايط په روښانه ډول مطرح كړي واى، نه دا چې خبرې يې ګونګې پرېښودې او بيا يې ناندريو ته مخه كړه.))
خو پكتيا مېشتى ځوان سياسي كارپوه عارف الله حقپرست بيا په ډپلوماټيكو اړيكو پاللو كې د طالبانو نيمګړتيا ته ګوته نيسي او وايي، طالبانو بايد د دفتر د تړلو اقدام دومره ژر نه واى كړى، ځكه د ښكېلو اړخونو غوښتنې درنې وې او د حل چارو به يې حتما مودې نيولې واى: (( طالبان وايي، له دوى سره ژمنې نه دي عملي شوي، پوښتنه دا ده چې طالبانو د كوم لوري كومې خبرې او غوښتنې منلي او هغوى ته يې څه ژمنې وركړې وې، دغه راز طالبان دې واضحه كړي چې دوى سره كوم ډول ژمنې شوې وې، په داسې ګونګه فضا كې د طالبانو لخوا په خبرو كې خاوره ايستل سم نه دي، ځكه دوى خپله ويلي وو چې د قطر دفتر د دوى لپاره يو چانس دى.))
نوموړى په طالبانو غږ كوي چې كه دفتر يې يوازې د لوحې او بيرغ راښكته كولو په خاطره تړلى وي، نو داسې دې نه كوي، ځكه د افغانستان ملي مسايل د دوى تر جزيي شيانو لومړیتوب لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


