ads

کابل ته د سرتاج عزيز سفر وځنډېد

کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سلاکار سرتاج عزيز سفر يوه ورځ وځنډېد. مخکې ټاکل شوې وه، چې د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار نن د شنبې په ورځ کابل ته راشي، خو د  پاکستان د بهرنيو کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سلاکار […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1392
کابل ته د سرتاج عزيز سفر وځنډېد

کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سلاکار سرتاج عزيز سفر يوه ورځ وځنډېد. مخکې ټاکل شوې وه، چې د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار نن د شنبې په ورځ کابل ته راشي، خو د  پاکستان د بهرنيو

کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سلاکار سرتاج عزيز سفر يوه ورځ وځنډېد.

مخکې ټاکل شوې وه، چې د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار نن د شنبې په ورځ کابل ته راشي، خو د  پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عزيز احمد چوهدري پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، چې دا سفر يوه ورځ شاته شوى او تر يکشنبې ځنډېدلى دى.

د چوهدري په وينا، سرتاج عزيز به په کابل کې له جمهوررئيس حامد كرزي سره وګوري او دوى به په افغانستان کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې پر هڅو او د دواړو هېوادونو د رهبرانو په كچه د يوې سترې غونډې د جوړېدو پر پلان خبرې وکړي.

چوهدري زياته کړه، چې  سرتاج عزيز به د پاکستان د لومړي وزير له خوا پاکستان ته د ورتګ لپاره رسمي بلنليک جمهوررئيس کرزي ته وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA