ads

اسټرالياپه بېړيو کې ورتلونكي کډوال نور نه قبلوي

اسټراليا پرېکړه کړې، نور به هغه پناه غوښتونکي ونه مني، چې په بېړيو کې دغه هېواد ته ورځي. د دغه هېواد لومړي وزير کېوين رډ پرون اعلان وکړ، چې د پاپو نيوګيني له حکومت سره يې يو کلن تړون لاسليک کړى، چې له مخې به يې پناه غوښتونکي د اسټراليا پرېکړه کړې، نور به هغه […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1392
اسټرالياپه بېړيو کې ورتلونكي کډوال نور نه قبلوي

اسټراليا پرېکړه کړې، نور به هغه پناه غوښتونکي ونه مني، چې په بېړيو کې دغه هېواد ته ورځي. د دغه هېواد لومړي وزير کېوين رډ پرون اعلان وکړ، چې د پاپو نيوګيني له حکومت سره يې يو کلن تړون لاسليک کړى، چې له مخې به يې پناه غوښتونکي د

اسټراليا پرېکړه کړې، نور به هغه پناه غوښتونکي ونه مني، چې په بېړيو کې دغه هېواد ته ورځي.

د دغه هېواد لومړي وزير کېوين رډ پرون اعلان وکړ، چې د پاپو نيوګيني له حکومت سره يې يو کلن تړون لاسليک کړى، چې له مخې به يې پناه غوښتونکي د ارزولو لپاره هغه هېواد ته استول کېږي.

هغه وويل، رښتيني مهاجر به پرېښودل شي، چې هلته پاتې شي او هغه کسان به، چې د پناه غوښتنې يې نه منل کېږي، بېرته خپل هېواد يا يو درېيم هېواد ته ولېږل شي.

د اسټراليا لومړي وزير د پاپو نيو ګيني له لومړي وزير سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، دوى غواړي يو روښانه پيغام ورکړي، چې د انسانانو قاچاق بايد پاى ته ورسول شي.

د هغه په وينا، له دې پرېکړې سره به اسټراليا وکولاى شي، له هغو خلکو سره چې په ريښتنې توګه اړ دي مرسته وکړي.

اسټراليا ته په ورتلونکو کډوالو کې زيات شمېر د عراق، ايران، سريلانکا او افغانستان د وګړو دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA