ads

لښكرګاه كې د ښځينه نرسانو د روزنيز مركز ودانۍ جوړه شوه

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د ښځينه نرسانو د روزنيز مركز ودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د هلمند والي الحاج محمد نعيم د يادې ودانۍ د پرانستنې په مراسيمو کې رسنيو ته وويل، چې د ښځينه نرسانو روزنيز مرکز ته ځانګرې شوې دغه ودانۍ د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1392
لښكرګاه كې د ښځينه نرسانو د روزنيز مركز ودانۍ جوړه شوه

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د ښځينه نرسانو د روزنيز مركز ودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د هلمند والي الحاج محمد نعيم د يادې ودانۍ د پرانستنې په مراسيمو کې رسنيو ته وويل، چې د ښځينه نرسانو روزنيز مرکز ته ځانګرې شوې دغه ودانۍ

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د ښځينه نرسانو د روزنيز مركز ودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هلمند والي الحاج محمد نعيم د يادې ودانۍ د پرانستنې په مراسيمو کې رسنيو ته وويل، چې د ښځينه نرسانو روزنيز مرکز ته ځانګرې شوې دغه ودانۍ په دې ولايت كې د ميشتې پي ار ټي يا ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا د يوه کال په موده کې جوړه شوې ده.

والي زياته كړه، په دې ودانۍ چې ټول ټال ١٨ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى ١٦ خونې، تشنابونه او نورې اړونده اسانتياوې لري.

د نوموړي په وينا، په ياد مرکز كې به په هرو دوو نيمو کلونو کې ٣٨ تنه ښځينه نرسانې، چې له نهمو ټولګيو فارغې شوې وي روزنه ورکړل شي، چې په دې سره به په مركز او ولسواليو كې د مور او ماشوم د مړينې په كچه كې كموالى راشي.

په همدې حال كې د هلمند د عامې روغتيا رئيس ډاكتر عنايت الله غفاري وايي، چې په دې مركز كې د زده كوونكو لپاره د ليليې امكانات هم په پام كې نيول شوي او دا مهال په ټول هلمند كې ۷۰ روغتيايي مركزونه شتون لري، چې ډېرى يې د سيمې د خلكو په همكارى وړ روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي.

نوموړي زياته كړه، په هغو سيمو كې چې خلك په پوره توگه مرسته نه كوي روغتيايي خدمتونه ټكني دي، خو د دوى هڅه دا ده، چې لوړ روغتيايي خدمتونه د هلمند هرې سيمې ته ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA