پرون ماښام ناوخته په کوټه کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې اووه تنه په ډزو وژل شوي او درې تنه ټپيان دي. لومړۍ پېښه تر روژه ماتي لږ مخکې د کوټې ښار پر مسجد سړک وشوه، چې نامعلومو وسلوالو په يوه موټر کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.
پرون ماښام ناوخته په کوټه کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې اووه تنه په ډزو وژل شوي او درې تنه ټپيان دي.
لومړۍ پېښه تر روژه ماتي لږ مخکې د کوټې ښار پر مسجد سړک وشوه، چې نامعلومو وسلوالو په يوه موټر کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.
د کوټې د پوليسو مشر مير زبير وايي، چې په دې پېښه كې څلور تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي.
په دې پېښه کې وژل شوي کسان هزاره توکمه شيعه مسلمانان دي، چې د وژنې په خلاف يې د شيعه مسلمانانو اتحاديو نن په کوټې ښار کې کاربنديز اعلان کړى دى.
دويمه پېښه د شپې ناوخته د ښار ختيځ لور ته د کاسي سړک پر خدايداد چوک باندې شوې او د پوليسو په وينا، څلورو نامعلومو کسانو، چې پر دوو موټرسايکلونو سپاره وو، د ايسکريم په دوکان کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې، چې له كبله درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د پېښو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


