د جنګي جرمونو يوې محکمې پرون اسلام پالى مشر غلام اعظم د پاکستان پر وړاندې د بنګله دېش ۱۹۷۱ کال خپلواکۍ جګړې سره په تړاو په ۵ جرمونو ګرم ګڼلى دى.
د جنګي جرمونو يوې محکمې پرون اسلام پالى مشر غلام اعظم د پاکستان پر وړاندې د بنګله دېش ۱۹۷۱ کال خپلواکۍ جګړې سره په تړاو په ۵ جرمونو ګرم ګڼلى دى.
غلام اعظم د دغې جګړې پر مهال د ټولوژنې او جنسي تېري پېښو کې په ښکېلتيا په ۹۰ کاله بند محکوم شوى دى.
د بنګله دېش لويې اسلامي ډلې جماعت اسلامي پلويان، چې ده يې له ۱۹۶۹ تر ۲۰۰۰ کال پورې مشري کړې، له حکم وړاندې له پوليسو سره نښتي دي.
دا د دغه ګوند د اوسنيو او پخوانيو مشرانو پر وړاندې پنځم جزايي حکم دى.
محکمې اعظم، چې ۹۰ کلن دى، د توطيې، پلانونې، پارونې او هم د وژنو مخنيوي کې پاتې راتلو په ګډون په ۵ جرمونو ګرم ګڼلى دى.
اعظم دغه تورونه رد کړي او پلويان يې وايي، سياسي عوامل يې تر شا دي.
دري کسيزه قضائيه پلاوي ويلي، اعظم ته بايد سخته سزا ورکړل شوې واى، خو ورته د بند سزا ځکه ورکړل شوې، چې د اوږده عمر څښتن دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

