د هند د دفاع وزارت وايي، پلان لري د افغان ځواكونو روزنه چټكه كړي. د هندي رسنيو د رپوټ پر بنسټ، نوى ډيلى په پام كې لري، چې له افغانستانه د امريكايي او ناټو ځواكونو تر وتلو وړاندې د افغان ځواكونو روزنه چټكه كړي.
د هند د دفاع وزارت وايي، پلان لري د افغان ځواكونو روزنه چټكه كړي.
د هندي رسنيو د رپوټ پر بنسټ، نوى ډيلى په پام كې لري، چې له افغانستانه د امريكايي او ناټو ځواكونو تر وتلو وړاندې د افغان ځواكونو روزنه چټكه كړي.
د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې د خبر له مخې، د هند د دفاع وزارت چارواكو د شنبې په ورځ ويلي، نوي ډيلي د افغان ځواكونو د روزنې لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ كړې دي.
يادو چارواكو زياته كړې، دا هڅې يې د دې لپاره دي، چې ډاډه شي، له افغانستانه د كابو سل زره بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته افغان امنيتي ځواكونه له خپلو مسووليتونو هسكه غاړه را ووځي.
د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، هند په دې وروستيو كې افغانستان ته د افغان ځواكونو د روزنې لپاره خپل پوځي ډاكټران او روزونكي استولي دي او نوى ډيلى د افغان ځواكونو د تجهيز پر لارو چارو هم غور كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


