په ۲۰۰۱ میلادي کال چې د طالبانو حکومت سقوط شو او خارجی ځواکونه افغانستان ته راغلل، ورسره جوخت ناقانونه وسله والو ډلې ټپلې هم راپیدا شوې. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تر ۲۰۰۶ میلادي کاله پورې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۲۰۰۰ ناقانونه وسله والو ډلو فعالیت درلود چې کرار کرار د حکومت په قوي کېدو وځپل شوې، خو لا هم ویل کېږي چې ۶۱۶ نامسووله ډلې فعالې دي او پر خلکو ظلم کوي.
په ۲۰۰۱ میلادي کال چې د طالبانو حکومت سقوط شو او خارجی ځواکونه افغانستان ته راغلل، ورسره جوخت ناقانونه وسله والو ډلې ټپلې هم راپیدا شوې. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تر ۲۰۰۶ میلادي کاله پورې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۲۰۰۰ ناقانونه وسله والو ډلو فعالیت درلود چې کرار کرار د حکومت په قوي کېدو وځپل شوې، خو لا هم ویل کېږي چې ۶۱۶ نامسووله ډلې فعالې دي او پر خلکو ظلم کوي.
د چنګاښ په ۵مه د بغلان ولايت د نهرين اوسېدونکو وویل چې د نامسووله وسله والو ډلو نارواو يې ژوند ورتريخ كړى او دوى يې ان كډه کولو ته اړ كړي دي. د نهرين يو اوسېدونكي ازادۍ راډیو ته ویلي وو چې په زور ور څخه عشر ټولوي، وهل او ټكول کېږي: (( له دولته مو غوښتنه ده چې دا خلك زموږ له سيمې ورك كړي.))
د جوزا په میاشت کې هم د خلکو شکایتونو مطبوعاتو لاره کړې وه. د كندوز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکو ويلي وو چې نامسووله وسله والو دومره مجبور كړي چې دوى د خپلو مېرمنو ګاڼې ورته پلوري او وسله والو قومندانانو ته پرې ټوپك رانيسي. د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمې اوسیدونکي حمیدالله ننني افغانستان ویب پاڼې ته ویلي وو چې د اقتاش د سيمې په ۷۰ كليو كې د هر كلي پر خلكو دوه دوه قومندانان حكومت كوي: (( هره ورځ خپلو كې سره نښتې كوي او عام خلك په كې وژل كېږي، د اقتاش د نجونو ليسه هم له دې كبله تړل شوې. دوى له خلكو مېلمستاوې غواړي او پيسې هم.))
د وسله والو د فعالیت په اړه د كليد خبريال هم د روان کال په چنګاښ او غويي میاشتو کې دوه جلا راپورونه کښلي وو، د کندوز ولایت ځینو بزګرو خو ان سیمه ییزو پولیسو ته هم ګوته نیولې وه چې د فصلونو د رسېدو پر وخت له دوی څخه په ناقانه توګه عشر ټولوي.
د كليد خبريال همايون وحدت ته د كندوز سيمه ييزو چارواكو هم دا ستونزې تاييد كړې وې او خلكو ته يې وعده وركړې وه چې ډېر ژر به د قوي عملياتو په نتيجه كې د ټولو وسله والو ډلو او سرغړونکو لمن له سيمې ورټوله كړي.
د كندوز امنيه قومندان دا هم ويلي وو چې په ((ده ويران)) كلي كې يې د متينك قومندان په شمول يو شمېر هغه تورن كسان نيولي چې د غلا، وژنو او لار شكولو تورونه پرې لګېدلي وو. خو د دغه ولايت د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار بيا ويلي وو چې ډېر ځله يې خطرناك كسان او وسله وال نيولي، خو په خبره یې په عدلي او قضايي ادارو كې د شته فساد له كبله بېرته خوشې شوي چې دې كار پوليس له خپلې دندې زړه توري كړي دي.
د نامسووله وسله والو د فعاليت خبره يوازې تر بغلان او كندوز ولایتونو پورې محدوده نه ده، بلكې د سږني كال د وري مياشتې په ۲۲ مه د پروان په چاريكارو كې د دوه ډلو د خپل منځي نښتې په ترڅ كې درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شول. عيني شاهدانو ويلي وو چې دغو دواړو ډلو د تورو شيشو له موټرو يو پر بل ډزې پيل كړې او ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله، دې ته په ورته پېښه كې د تېر ۱۳۹۱ كال د سلواغې په ۱۰ مه يوې زورورې وسله والې ډلې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ له يوې كورنۍ يو تن مړ او ۵ تنه ټپيان كړل، خو تر ننه د دغو ډلو ټپلو څه درک ونه لګېد.
د ۱۳۹۱ کال د غبرګولي په ۲۰مه په کندوز ولایت کې پر یوې ۱۸ کلنۍ نجلۍ هم د دغو ناقانونه وسله والو ډلو له خوا جنسي تېری شوی و چې بیا دوه تنه یې د پولیسو له خوا ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت هم په ولايتونو کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ژوره اندېښنه لري. د ياد وزارت وياند صديق صديقي ویلي دا وسله وال نه یوازې ظلمونه کوي، بلکې په دې هڅه کې دي چې د سیمه ییزو پولیسو لیکو ته لاره پیدا او خپلې ناقانونه کړنې تر دې چتر لاندې ترسره کړي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري چې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې د سیمه ییزو پولیسو تشکیلات پراخ او شمېر یې ۳۰ زرو ته ورسوي، دغه راز دا پولیس به په ۹۹ ولسواليو کې فعال او د ناقانونه وسله والو ډلو ستونزه به حل شي.
خو منتقدین وايي، که چېرې له همدا اوسه د دغو جنایتکاره وسله والو ډلو غم ونه خوړل شي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې بهرني ځواکونه هم وځي، ښايي لا غوښن او په لویو جنایتونو لاس پورې کړي. دا اندېښنه ځکه مطرح ده، په هغه راپور کې چې کلید ویب پاڼې د ((عدالت فیصدي کمه شوې)) تر سرلیک لاندې خپور کړی د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د اجرائیوي رئیس موسى محمودي له قوله راخلي چې په هېواد کې اوس هم ۶۱۶ ناقانونه وسله والې ډلې فعالې دي، هغه ویلي: ((بله مهمه ستونزه د ۶۱۶ نامسووله وسله والو ډلو د شتون ده چې د بشري حقونو د نقض ګواښ يې پېښ كړى دى.))
ښاغلي محمودي همداراز ویلي و چې دوی تېر کال (۱۳۹۱) د یوې سروې پرمهال ۱۲۹ تنه داسې کسان پیدا کړي وو چې په شخصي زندانونو کې په ناقانونه توګه ساتل کېدل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


