ads

امريکايي بې پيلوټه الوتکو دوه وسله وال ووژل

د پاکستان د شمالي وزيرستان  په ميرعلي سيمه كې تېره شپه د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريد له كبله دوه موټر سايكل سپاره  وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان د شمالي وزيرستان  په ميرعلي سيمه كې تېره شپه د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريد له كبله دوه موټر سايكل سپاره  وسله وال […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1392

د پاکستان د شمالي وزيرستان  په ميرعلي سيمه كې تېره شپه د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريد له كبله دوه موټر سايكل سپاره  وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د شمالي وزيرستان  په ميرعلي سيمه كې تېره شپه د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريد له كبله دوه موټر سايكل سپاره  وسله وال وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې، دواړه وژل شوي کسان د ترکمنستان هېواد وګړي دي، خو بيا هم د هغوى کره هويت نه دى په ډاګه شوى.

د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د دغه بريد له کبله نږدې کورونه هم ويجاړ شوي دي.

که څه هم پاکستاني چارواكو په وار وار امريکا ته د هغوى پر خاوره د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه خبردارى ورکړى، خو امريکا تل په دغې قبايلي سيمه کې د وسله والو د ځپلو لپاره د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو دفاع کړې او هغه يې ډېر اغېزمن ياد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA