ads

ملالې يوسفزۍ هر ماشوم ته د وړيا زده كړو د برابرولو غوښتنه وكړه

ملالې يوسفزۍ په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خپلې لومړنۍ وينا کې پر نړيوالو حکومتونو غږ وکړ، چې هر ماشوم ته د وړيا زده کړو اسانتياوې برابرې کړي. ملالې يوسفزۍ په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خپلې لومړنۍ وينا کې پر نړيوالو حکومتونو […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1392
ملالې يوسفزۍ هر ماشوم ته د وړيا زده كړو د برابرولو غوښتنه وكړه

ملالې يوسفزۍ په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خپلې لومړنۍ وينا کې پر نړيوالو حکومتونو غږ وکړ، چې هر ماشوم ته د وړيا زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.

ملالې يوسفزۍ په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خپلې لومړنۍ وينا کې پر نړيوالو حکومتونو غږ وکړ، چې هر ماشوم ته د وړيا زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.

ملالې هغې غونډې ته، چې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په دفتر کې جوړه شوې وه او شاوخوا ۵۰۰ نور زده کوونکي ورته ورغلي وو، وويل، هېڅکله به له خپلو هڅو په شا نه شي او د نړۍ له مخې به د بې تعليمۍ د ختمولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

د ۲۰۱۲ کال په نومبر مياشت کې د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون د جولاى ۱۲مه، چې د ملالې د زوکړې ورځ ده، د ملالې ورځ په نوم ونوموله.

ملالې يوسفزۍ په خپلو خبرو کې دغه ورځ د نړۍ ښځو ته ډالۍ ته کړه او ويې ويل، چې دا ورځ يوازې د هغې نه ده، بلکې د هرې هغې ښځې، هر هلک او هرې نجلۍ ده، چې د خپلو حقونو لپاره يې خپل غږ پورته كړى دى.

نوموړې پر ښځو غږ وکړ، چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته كړي او په وينا يې، ټول پام يې د ښځو حقونو ته ځکه دی، چې هغوی تر ټولو ډېرې ځورېږي.

ملاله يوسفزۍ تېر کال په سوات کې طالبانو هغه وخت وويشته، چې ښوونځي ته روانه وه او وروسته يې بيا په بريتانيا كې درملنه وشوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA