پاکستاني طالبان وايي، چې په سوريه کې يې پر «جهاد» د څارنې لپاره اډه جوړه کړې ده. د دوى په وينا، دا اډه يې د هغو عربو جګړه مارو په مرسته جوړه کړې، چې په افغانستان کې جنګېدلي او په پاکستان کې اوسېدلي، خو اوس په سوريه کې
پاکستاني طالبان وايي، چې په سوريه کې يې پر «جهاد» د څارنې لپاره اډه جوړه کړې ده.
د دوى په وينا، دا اډه يې د هغو عربو جګړه مارو په مرسته جوړه کړې، چې په افغانستان کې جنګېدلي او په پاکستان کې اوسېدلي، خو اوس په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم پرضد جنګېږي.
د پاکستاني طالبانو يوه غړي بي بي سي ته ويلي، چې په تېرو دوو مياشتو کې د دوى د جنګي او معلوماتي ټکنالوژۍ لږ تر لږه دولس متخصصين سوريې ته تللي دي.
د بي بي سي اردو د راپور له مخې، د پاکستان حکومت په دې اړه له څه ويلو ډډه كړې ده.
په سوريه کې د بشار الاسد د رژيم پرضد په جګړه کې تراوسه پورې زرګونه سوريه يان وژل شوي او دا وېره هم شته، چې دې هېواد ته د طالبانو له ورتګ سره فرقوي تاوتريخوالى نور هم زيات شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


