دا دي یو ځل بیا په هیواد کې د تولټاکنو لپاره تیاري نیول کیږي او د ټاکنو په بهیر کې د هغو کسانو د ګډون په خاطر، چې کارتونه نلري او یا هم نوي د رایې ورکونې قانوني سن ته رسیدلي د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې ده.
دا دي یو ځل بیا په هیواد کې د تولټاکنو لپاره تیاري نیول کیږي او د ټاکنو په بهیر کې د هغو کسانو د ګډون په خاطر، چې کارتونه نلري او یا هم نوي د رایې ورکونې قانوني سن ته رسیدلي د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې ده.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمسیون په وینا، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه په ټول هېواد کې په ۴۱ مرکزونو کې د غبرګولي/جوزا په پنځمه نېټه پیل شوه، چې د چارواکو په وینا د دغه بهیر دویم پړاو به د زمري/اسد په پنځمه نېټه په ۴۴۱ مرکزونو کې پیل شي.
دا چې د نوم لیکنې په لړۍ کې د ښځو ګډون په کومه کچه دی بیا هم د ټاکنو د کمسیون د چارواکو په وینا، د نوم لیکنې په لومړي پړاو کې شاو خوا ۷۰ زرو کسانو د رایو کارتونه ترلاسه کړي، چې له هغې ډلې یواځې شاوخوا ۱۵ زره يې مېرمنې دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ، سره له دې چې په افغانستان کې د ناامنۍ له کبله اندېښنه څرګندوي، خو بیا هم هیله مند دي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نیټې تر رسېدو پورې د مېرمنو نوم لیکنه ۴۰ سنلې ته لوړه شي.
د دغه کمسیون ویاند نور محمد نور وايي چې، د نوم لیکنې د لړۍ په پیل کې د مېرمنو ونډه لږه وه، خو د ټاکنو د نېټې په نږدې کېدو سره د مېرمنو ونډه یو څه مخ په زیاتېدو ده.
یو څه چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون مخه نیسي هغه نا امني او د ښځو په وړاندې په ټولنه کې د بې ځایه دود او دستورونو او بندیزونو شتون دی، چې د ښځو ګډون په ټولنیزو چارو او حتی ټاکنو کې عیب ګڼي او هغه محدودوي.
ټولټاكنې او رايه وركول د دموكراسۍ له اصلي او اساسي اصلونو څخه ګڼل كيږي، چې د استبداد جدي مخالف دي. په ټولټاكنو كې نه جنس، نه سن او نه بل څه ارجحيت لري، بلكې په عام ډول ويل كيږي د ټولنې هر غړى، چې قانوني سن ته رسيدلى وي، نارينه وي او كه ښځينه كولى شي يو څوك وټاكي او هم وټاكل شي، چې دا په خپله د دموكراسۍ له منل شوو اصلونو څخه دى.
كله، چې په قانون كې د هر وګړي د ټاكلو حق محفوظ دى، نو د ښځې او نارينه توپيرپه دې پروسه كې وجود نلري او هيڅوک په كې د خپل نظر او فكر د تحميل حق نلري.
په داسې حال كې، چې زموږ په ټولنه كې لاهم ډيرى نارينه له دموكراسۍ او ټولټاكنو څخه ناسم او نارينه سالاره تعبير او برداشت لري.
زموږ په ټولنه كې ښځې مجبوره دي، چې په ټولټاكنو كې د ګډون په خاطر له نارينه و څخه اجازه واخلي، ځكه ښځه حق نلري، چې پرته د ميړه له اجازې مستقلانه عمل وكړي. كله، چې ښځه سره له دې محكوميت او محروميت د رايو د صندوق خواته ځي، آيا نارينه په بيل ډول له ښځو څخه دا غوښتنه نه كوي، چې چاته دې رايه وركړي؟ آيا دا په كامل ډول د انساني آزادۍ او حقوقو سلب نه دى؟ كله، چې ۹۰ په ۱۰۰ كې زموږ خويندې په داسې يوه وضعيت كې ژوند وكړي داهم امكان نلري، چې په خپله خوښه په ټولټاكنو كې ګډون وكړي، ځكه زموږ نارينه سالاره ټولنه، ښځو ته ډير لږ د دې اجازه وركوي، چې په ټولټاكنو كې دې برخه واخلي او ځان دې دغې پروسې ته ونوموي او كه چيرې كومه ښځه وغواړي، چې چاته دې تبليغ وكړي، هغه به هم د نارينه (ورور يا ميړه) په اجازه وي.
له همدې كبله زموږ په ټولنه کې تر ډیره كمپاين او ټولټاكنى يو نارينه خوځښت او حركت دى، چې ښځې يوازې د نارينه و په خوښه په كې د ګډون حق لري.
د نارينه تر ارادې او غوښتنې لاندې د ښځو ګډون په دې پروسه كې د ښځو په ګټه او غوښتنه نه دى، بلكې ښځې بايد خپله رښتينې او اساسي خپلواكي تر لاسه كړي، چې د هغې په ترلاسه كولو به وكولاى شي په خپله پريكړه وكړي او دې حق ته به هم ورسيږي، لكه څنګه، چې ښځې د نارينه رايې او نظر ته احترام لري، نارينه هم بايد د ښځو رايې او نظر ته احترام قايل شي، ځكه چې دا د ښځو ابتدايي او انساني حق دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

