ads

د خوست د سپېرې ولسوالۍ پرسرک د جغل اچونې کار پیل شو

د خوست ښار او د سپېرې ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک پر هغو برخو د جغل اچونې کار پیل شو، چې له اساسي جوړېدو پاتې شوي وو. د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان په یاده سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې دغه سړک ۱۷ کیلومتره پاتې شوی وو، چې زیات خراب […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1392
د خوست د سپېرې ولسوالۍ پرسرک د جغل اچونې کار پیل شو

د خوست ښار او د سپېرې ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک پر هغو برخو د جغل اچونې کار پیل شو، چې له اساسي جوړېدو پاتې شوي وو. د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان په یاده سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې دغه سړک ۱۷ کیلومتره پاتې شوی وو، چې زیات خراب وو،

د خوست ښار او د سپېرې ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک پر هغو برخو د جغل اچونې کار پیل شو، چې له اساسي جوړېدو پاتې شوي وو.

د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان په یاده سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې دغه سړک ۱۷ کیلومتره پاتې شوی وو، چې زیات خراب وو، له همدې امله دوی هڅه وکړه، چې ورته یې د سمونې او جغل اچونې بودیجه پیدا کړي.

د نوموړي په وینا، پردې سړک باندې څه باندې درې نیم ميلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ټولګټو چارو وزارت له لورې ورکول کېږي او کار به یې په یوه میاشت کې سرته ورسېږي.

د سپېرې ولسوال محمد عظیم جان هم په خپلو خبرو کې د دې سړک د کار د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او ترڅنګ یې د ځايي او مرکزي ادارو له مسؤلینو دغې ولسوالۍ ته د نورې پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

د سیمې یوه تن اوسیدونکي هم په خپلو خبرو کې دغه سړک د سیمې د خلکو لپاره حیاتي ارزښت وباله، خو ترڅنګ یې د اساسي جوړونې غوښتنې لرلې.

ده په ورته وخت کې په ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکز د ستونزو د حل او بیا رغونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړده چې په خوست کې ډېرې داسې پروژې شته، چې کارونه یې په نیمايي کې پاتې شوي او تراوسه یې هم برخلیک معلوم شوی نه دی، چې یوه له دغو پروژو د خوست او سپېرې ولسوالۍ ترمنځ غځیدلی سړک دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA