ads

بانکي مون: د سوريې له وسله والو څخه په روژه کې د اوربند غوښتنه وکړه

سبا چهارشنبې د روژې د مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ ده. روژه سږ کال په داسې حال کې پيلېږي، چې د نړۍ شاوخوا يونيم ميليارد مسلمان وګړي په اسلامي نړۍ کې له ناامنيو څخه اندېښمن دي. سبا چهارشنبې د روژې د مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ ده. روژه سږ کال په داسې حال کې پيلېږي، چې د […]

نویسنده: TKG
18 چنګاښ 1392
بانکي مون: د سوريې له وسله والو څخه په روژه کې د اوربند غوښتنه وکړه

سبا چهارشنبې د روژې د مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ ده. روژه سږ کال په داسې حال کې پيلېږي، چې د نړۍ شاوخوا يونيم ميليارد مسلمان وګړي په اسلامي نړۍ کې له ناامنيو څخه اندېښمن دي.

سبا چهارشنبې د روژې د مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ ده.

روژه سږ کال په داسې حال کې پيلېږي، چې د نړۍ شاوخوا يونيم ميليارد مسلمان وګړي په اسلامي نړۍ کې له ناامنيو څخه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د روژې په جريان کې د سوريې د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې روژه په اسلامي کليز کې له هغو څلورو مياشتو څخه يوه ده، چې جګړه بايد په کې بنده شي.

د راپورونو له مخې، د سوريې ملي ايتلاف د روژې په مياشت کې د اوربند غوښتنه کړې، خو دمشق دا غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي، چې د دې جګړې قسمي نه، بلکې بشپړ ختمېدل په کار دي.

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما هم په هغه بيان کې، چې سپينې ماڼۍ خپور کړى، د نړۍ مسلمانانو ته د سوکالۍ هيله شوې او د ده له قوله ويل شوي، امريکا د هغو خلکو په څنګ کې ولاړه ده، چې د داسې يوې نړۍ د جوړولو هڅه کوي، چې ټول خلک د تاوتريخوايل له وېرې پرته په هغه څه، چې باور لري، عمل وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA