د کابل او واشنګټن په اړيکو کې د کړکېچ له پراخېدو وروسته تازه راپوټونه وايي، چې سپينه ماڼۍ له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د اېستلو د بهير د چټکولو په اړه غور کوي.
د کابل او واشنګټن په اړيکو کې د کړکېچ له پراخېدو وروسته تازه راپوټونه وايي، چې سپينه ماڼۍ له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د اېستلو د بهير د چټکولو په اړه غور کوي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپوټ ورکړى، چې امريکايي چارواکي آن د سرتېرو د شمېر د صفر کولو په ګډون، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ټولو سرتېرو د اېستلو په معنا به وي، د بېلابېلو انتخابونو په اړه غور کوي.
ورځپاڼه د امريکايي او اروپايي چارواکو له قوله په رپوټ کې ليکي، چې جمهوررئيس بارک اوباما له جمهوررئيس حامد کرزي سره په اړيکو کې ډېر زيات ناامېده شوى دى.
د سرچينې په وينا، د اوباما ناامېدي په تېره په قطر کې د سولې د خبرو اترو لپاره طالبانو ته د دفتر د پرانيستو له مسئلې وروسته نوره هم زياته شوه.
د نيويارک ټايمز راپوټ نژدې دوه اونۍ مخکې په يوه ويډيويي کنفرانس کې د کرزي او اوباما د بحث يادونه کوي، چې په ډېر کړکېچن حالت کې پاى ته ورسېده.
نيويارک ټايمز په کابل کې د يوه لويديځ ډيپلومات له قوله په خپل راپوټ کې زياتوي، چې وايي، د ټولو ځواکونو اېستل يا صفر انتخاب تل يو امکان و، خو هېڅکله اصلي انتخاب نه و، خو اوس له اصلي او مهمو احتمالونو او انتخابونو څخه دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

