وسله والو طالبانو د مصر پر پخواني جهموررئيس محمد مرسي کودتا او په زور له واکه لرې کول د ټولو قوانينو خلاف عمل بللى.
د وسله والو طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې پر مصري ولس غږ شوى، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې له زغم، حکمت او حوصلې نه کار واخلي، په ځانګړي ډول اسلامي ګوندونه بايد سره يو شي او پرې نږدي، چې د ولس تر منځ د کرکو او نفرتونو اورونه نور هم پسې زور واخلي.

وسله والو طالبانو همدارنګه پر ټولې نړۍ، اسلامي هېوادونو، ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نورو نړيوالو ټولنو غږ کړى، چې د قانون په رڼا کې د مصري ولس د ارادو او غوښتنو تر څنګ ودرېږي، د مظلومانو مرستې ته ورودانګي او د ظلم د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
هېره دې نه وي، چې د مشرانو جرګې ځينو غړو هم، پرون له پوځي لارې د مصر د پخواني جمهوررئيس محمد مرسي لرې کول د ډيموکراسۍ او نړيوالو قوانينو خلاف عمل بللى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ