اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس وايي، چې د پاكستان رهبران له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره منظمه ستراتېژي نه لري. يادې رسنۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره كې د دغه هېواد د نوي حكومت د تېرې يوې مياشتې كړنې څېړلي او په ډاګه كړې يې ده، چې اوس دا اندېښنه په ډېرېدو ده، چې پاكستاني رهبران له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره غوڅ دريځ نه لري او په دغه هېواد كې بنسټپالنه مخ پر زياتېدو ده.
اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس وايي، چې د پاكستان رهبران له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره منظمه ستراتېژي نه لري.
يادې رسنۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره كې د دغه هېواد د نوي حكومت د تېرې يوې مياشتې كړنې څېړلي او په ډاګه كړې يې ده، چې اوس دا اندېښنه په ډېرېدو ده، چې پاكستاني رهبران له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره غوڅ دريځ نه لري او په دغه هېواد كې بنسټپالنه مخ پر زياتېدو ده.
سرچينې ليكلي، چې د پاكستان د نوي حكومت له واكمنېدو يوه مياشت په تېرو ده، خو په دغه هېواد كې موجودو ترهګرو ډلو په بېلابېلو بريدونو كې ۱۶۰ تنه وژلي دي.
د پاكستان د تېرې مې مياشتې په پارلماني ټاكنو كې د مسلم ليك نواز ګوند بريالى شو او د خپل ټاكنيز كمپاين پر مهال يې همدا يوه خبره په خوله وه، چې په پاكستان كې به د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د پاكستاني طالبانو له تحريك سره سوله وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

