د چين لومړي وزير او د پاکستان لومړي وزير په يوه ګډه اعلاميه کې، چې چين ته د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له سفر وروسته خپره شوې په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې له افغانستان څخه د خپلو هېوادونو د ملاتړ اعلان كړى.

په دغه اعلاميه کې راغلي، دواړنو مشرانو د دې په پام کې نيولو سره، چې د افغانستان وضعيت د سيمې پر حالاتو ډېر اغېز لري، ټينګار وکړ، چې يوازې د سياسي روغې جوړې له لارې کېداى شي په دغه هېواد کې سوله او ثبات واکمن شي.
د اعلاميې له مخې، چين او پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او ژمنه يې کړې، چې د نړيوالې ټولنې په خوا کې به له افغانستان سره مرسته وکړي، ترڅو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.
دغه اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې، چې له دې وړاندې د ناټو عمومي سرمنشي انډرس فوګ راسموسن د سولې په خبرو کې د پاکستان ونډه مهمه بللې، خو افغان چارواکو بيا تل د پاکستان په نه ريښتينولئ ټينګار کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ