ads

په ګډه د امنیت ساتل

په هیواد کې د ښه امنیت د ټینګښت په موخه، په امنیتي ځواکونو کې د نارینه وو تر څنګ د ښځو ونډه هم اړینه او د پام وړ ده. چې له بده مرغه تر ډیره دې ټکې ته یا خو پاملرنه، نه ده شوې او یا هم په ټولنه کې د ځینو دودیزو ستونزو له […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1392
په ګډه د امنیت ساتل

په هیواد کې د ښه امنیت د ټینګښت په موخه، په امنیتي ځواکونو کې د نارینه وو تر څنګ د ښځو ونډه هم اړینه او د پام وړ ده. چې له بده مرغه تر ډیره دې ټکې ته یا خو پاملرنه، نه ده شوې او یا هم په ټولنه کې د ځینو دودیزو ستونزو له کبله نجونې او ښځې په دې ځواکونو کې له دندې تر سره کولو ډده کوي.

په هیواد کې د ښه امنیت د ټینګښت په موخه، په امنیتي ځواکونو کې د نارینه وو تر څنګ د ښځو ونډه هم اړینه او د پام وړ ده. چې له بده مرغه تر ډیره دې ټکې ته یا خو پاملرنه، نه ده شوې او یا هم په ټولنه کې د ځینو دودیزو ستونزو له کبله نجونې او ښځې په دې ځواکونو کې له دندې تر سره کولو ډده کوي.

د همدې امر د تحقق په خاطر تیره اوونۍ د پکتيکا ولايت د پوليسو له روزنير مرکز څخه له څلور میاشتنیو زده کړو وروسته په لومړي ځل د نورو  نارینه ساتنمنانو ترڅنګ څلورو ښځينه پولیسو هم د فراغت سندونه ترلاسه کړل، د پکتيکا ولایت چارواکیو د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو ګمارنه یوه مهمه اړتیا وبلله.

د پکتيکا ولايت د پوليسو له روزنيز مرکز څخه په لومړي ځل د نورو څلور پنځوس نارينه ساتنمنانو ترڅنګ څلورو ښځينه ساتنمنو هم د څلور مياشتنیو مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه د يوې غونډې پر مهال ترلاسه کړل.

په هيواد كې اوسنيو سياسي  او امنيتي حالاتو ته په كتو سره او همداشان د تاريخ په دې حساس پړاو كې ، چې هيواد او هيواد وال مو ترهرڅه د مخه سولې ته اړتيا لري او جنګ نه يوازې افغانستان، بلكې سيمه او نړۍ هم تر ګواښ لاندې نيولې ده، د امنيتي ارګانونو په ځانګړي ډول په پوځي دندو کې د ښځو رول مهم دی، په دې سره له یوې خوا قانون پلی کیږي او بل لوري ته زموږ د کورنیو هغه عزت او درنښت خوندي پاتې کیږي.

درې کاله مخکې د کورنیو چارو د چارواکو په وینا چې د پولیسو په لیکو کې پنځه زره ښځینه پولیسې جذبیږي، دا جلب او جزب تر ډیره ترسره شو، خو په لرې پرتو سیمو او ولایتونو کې د دې چارې تر سره کول یو څه ستونزمن کار دی .

ځكه په دې خو ټول پوهيږو ، چې زموږ په ټولنه كې د ښځو په وړاندې او په تيره بيا په نظامي برخه كې د دوى د كار په وړاندې څومره ضديت او حساسيت موجود دى ، له بلې خوا ښځې زموږ په ټولنه كې تر ټولو ډيرې زيان منونكې دي ، نو له همدې كبله بايد دولت ورته ډيره پاملرنه وكړي ، ځكه كله چې يوه ښځه سره له دومره حساسيتونو دې ته حاضريږي ، چې په پوځي ليكو كې د نارينه و تر څنګ  دنده تر سره كړي ، نو اړينه بريښي ، چې له هر ډول مادي ، امنيتي او ټولنيز ملاتړ څه برخمنه وي او په كوم امنيتي ارګان كې ، چې دنده ترسره كوي ، ورته د نارينه و له خوا احترام او پاملرنه وشي .

له بلې خوا د تاريخ په اوږدو كې ښځو په يو ډول نه يو ډول يې له هيواد څخه د دفاع په لار كې خپله ونډه ادا كړې او له نارينه وو سره اوږه په اوږه د جګړې په ډګر كې را څرګندې شوې دي. د هيواد اوسنيو سياسي او امنيتي شرايطو ته په كتو سره ، په امنيتي برخو لكه پوليس او اردو كې د ښځو ګډون زموږ د ټولنې اړتيا ده .

كله چې نظر په اړتيا امنيتي كسان دې ته اړ شي ، چې كورونه تلاشي يا وپلټي ،نو اړينه بريښي چې د كورنيو ښځينه او د هغوى جامې د ښځينه وو له خوا وپلټل شي ، ځكه  كه دا كار ، د نارينه و له خوا وشي ، هم د ټولنې د ځينو غړو له حساسيت سره مخامخ كيږي ، نو له همدې كبله د ښځينه پوليسو او اردو ځواكونو روزنه ضروري ګڼل كيږي. همدا اوس هم زموږ يو زيات شمير خويندې په دې برخو كې په دندو بوختې دي او حتى د جګړې په ډګر كې له خپلو وروڼو سره يو ځاى د زخميانو په درملنه كې مرسته كوي.

ديوې كوټلې پايلې په توګه ويلى شو ، چې د كورنيو چارو او دفاع وزارتونو ته په کار ده، چې  په رښتيني توګه په ټولنيزو په تيره بيا پوځي چارو كې د ښځو د ګډون لپاره او د هغو حساسيتونو په له منځه وړلو كې ډير مثبت او ګټور ګامونه اوچت کړي،  كوم چې په عامه ذهنيتونو په تيره بيا له نارينه و سره د ښځو په وړاندې موجود دي.

له بلې خوا زموږ دا خويندې د اړوندو امنيتي ارګانونو كلك ملاتړ او پاملرنې ته هم اړتيا لري، كه چيرې دوى ته توجه زياته وي او له هر ډول امتياز او ښو كاري شرايطو څخه برخمنې وي ، نو يو زيات شمير نورې خويندې به  هم دې ته زړه ښه كړي ، چې د پوليسو او اردو په ليكو كې دنده تر سره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA