ads

لاهور كې بمي چاودنې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان  په لاهور کې په يوه بمي چاودنه کې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د رپوټونو له مخې،  دغه بمي چاودنه په لاهورکې تېره شپه له لرې د ريموټ کنټرول بم په وسيله ، چې ۵۰۰ کيلو ګرامه وزن يې درلود، ترسره شوې، چې په د پاکستان  په لاهور کې په يوه بمي […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1392
لاهور كې بمي چاودنې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان  په لاهور کې په يوه بمي چاودنه کې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د رپوټونو له مخې،  دغه بمي چاودنه په لاهورکې تېره شپه له لرې د ريموټ کنټرول بم په وسيله ، چې ۵۰۰ کيلو ګرامه وزن يې درلود، ترسره شوې، چې په

د پاکستان  په لاهور کې په يوه بمي چاودنه کې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د رپوټونو له مخې،  دغه بمي چاودنه په لاهورکې تېره شپه له لرې د ريموټ کنټرول بم په وسيله ، چې ۵۰۰ کيلو ګرامه وزن يې درلود، ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۳  تنه وژل شوي او لږ تر لږه  ۳۹ نور ټپيان دي.

روغتيايي سرچينې وايي، چې په ټپيانو کې د پنځو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

تراوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

بلخوا پاکستاني چارواکي وايي، تېره ورځ د دې هېواد په ختيځ کې په موټر سايکل پورې له تړلې ريکشې سره د يو اورګاډي د ټکر په پېښه کې  لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي دي .

دغه چټک اورګاډى له کراچۍ څخه لاهور ته روان  وو، چې د اورګاډي په پټلۍ پر يو اوښتي سړک له يوې ريکشې سره ټکر شو .

ويل كېږي، ريکشې هڅه کوله پر پټلۍ د اوښتي سړک پر ځاى په پټلۍ واوړي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA