په داسې حال کې چې له دولت سره ځینې یو ځای شوي قومندانان وايي چې د قطر دفتر تر پرانستو پس په افغانستان کې د جګړې اړتیا نه لیدل کېږي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو شمېر جنګېدونکي طالبان بیا وايي چې دوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو جګړې ته دوام ورکړي.
په داسې حال کې چې له دولت سره ځینې یو ځای شوي قومندانان وايي چې د قطر دفتر تر پرانستو پس په افغانستان کې د جګړې اړتیا نه لیدل کېږي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو شمېر جنګېدونکي طالبان بیا وايي چې دوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو جګړې ته دوام ورکړي.
د چنګاښ په ۶مه په هرات ولایت کې دولت سره د یوې وسلې والې ډلې یوه یو ځای شوي قومندان وویل چې په قطر د طالبانو د دفتر له پرانستو وروسته د هېڅ ډول جګړې اړتیا نه لیدل کېږي.
دا ۱۷ کسیزه وسله وال ډله د هرات ولایت د غازي امان الله خان په تالار کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې له دولت سره یو ځای شوه.
د هرات والي مرستیال اصیل الدین جامي وايي چې له دغې ۱۷ کسیزې ډلې څخه ۱۳ تنه یې په کشک کهنه او ۴ نور یې په رباط ولسوالۍ کې د دولت پرضد جنګېدل.
د ملا صحت مشهور په ملا باران چې په کشک کهنه ولسوالۍ کې یې د ۱۳ کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله، ژورنالستانو ته وویل چې په هېڅ ډول به په جګړه کې برخه وانخلي.
د نوموړي په خبره اوس چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شوی او له امریکا سره خبرې کېږي، جګړې ته ضرورت نه لیدل کېږي.
سوله ییز ژوندانه ته د طالبانو د داوطلبانه راستنیدو د پروسې په ترڅ کې چې له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې پیل شوې د دولت نږدې ۶۰۰۰ وسله وال مخالفان سولې ته راګرځېدلې دي، خو لا هم د جګړې د لومړۍ کرښې ډېری جنګیالي وايي چې دوی د سولې د خبرو اترو پروا نه لري او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به جګړې ته دوام ورکړي.
د سياسي چارو ګڼ شمېر کارپوهان هم په دې باور دي چې د طالبانو د لومړۍ کرښې جنګيالي په ځانګړې توګه د دغه خوځښت ځوان وسله وال د پخلاينې بهير ته ډېر ارزښت نه ورکوي.
یاران ویب پاڼې د ډیلي ټيلي ګراف ورځپاڼې په حواله کاږي چې دغې ورځپانې، پر داسې مهال د افغانستان په ختيځ او جنوب کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د يو شمېر طالبانو څرګندونې راخستې چې وايي دوی نه غواړي د بهرنيانو پر وړاندې د يوې لسيزې په جګړه کې ترسره کړې قربانۍ د پخلاينې له لارې تر شا وغورځوي. دوی ټینګار کوي چې د جګړې يوازنۍ هدف دا دی چې له افغانستان څخه بهرني په ځانګړې توګه امريکايي ځواکونه ووځي.
د ارزګان په چنارټو ولسوالۍ کې د طالبانو يوه قومندان محمد هاشم ويلي، د ښاغلي کرزي اداره په فساد کې غاړې تاو ده، او د هغه پر خبرو باور نشي کېدای. نوموړي د ټليفون پر کرښه ډیلي ټيلي ګراف ورځپاڼې ته ويلي: ((هغه څوک چې د خپل مرګ پروا نه لري او د دښمن په مرګ پسې راوتلی وي، نو هيڅکله د خبرو اترو پروا نه لري.)) هغه زياته کړې: (( تر هغو به سنګر پرينږدو چې اشغالګر مو ويستلي نه وي.))
نوموړی وړاندې وايي: ((هغه څوک چې په عيش او عشرت کې زموږ له دښمن سره زمونږ په استازیتوب خبرې کوي، موږ ته د هغه تصميمونه د منلو نه دي.))
له ډیلي ټیلي ګراف سره د دغه طالب له څرګندونو ښکاري چې د هغو طالب چارواکو چې په دوحه کې په لوکسو هوټلونو کې اوسيږي، او هغه جنګيالي چې په سختو شرايطو کې یې ټوپک په اوږه ايښی، ترمنځ اندېښنې راپورته شوي وي.
محمد هاشم همداراز ډیلي ټیلي ګراف ته ویل: (( زموږ مشران په ايرکنډيشن لرونکو خونو کې اوسيږي، لوکس موټرونه چلوي، خو موږ په افغانستان کې په سختو شرايطو کې جنګيږو.))
اصلي پوښتنه دا راپورته کيږي چې ايا د طالبانو مشران د امريکا سره د سولې خبرو اترو په پروسه کې يوه خوله دي او که نه؟ په کابل کې مېشت د نړيوال بحران ادارې سياسي چارو شنونکي ګريم سميت وايي، په جلال اباد کې د سره صليب کمېټې پر دفتر بريد وشو، خو طالبانو د دغه بريد پړه ونه منله، له دې معلوميږي چې د طالبانو وسله وال خوځښت شيندل شوی. هغه زياتوي: (( د طالب جنګياليو څخه به ډېر ژر واورئ، دوی د هغه څه سره دلچسپي نه لري چې دم ګړۍ په قطر کې روان دي.))
سميت همداراز وايي، طالب مشران داسې ثبوت نه شي وړاندې کولی چې وښيي دوې د جګړې پر ډګر کنټرول لري.
د طالب جنګياليو د يوې ډلګۍ مشر ملا احسان الله اخوند چې په هلمند ولايت کې وسله وال فعاليت کوي څرګندونې د سميت له خبرو سره اړخ لګوي. احسان الله اخوند په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د پرانستې په شک او ترديد کې دی. هغه وايي: ((زه په دې خاطر وسله واله مبارزه کوم چې په افغانستان کې سوچه اسلامي حکومت رامنځته شي، خو کيداې شي د قطر دفتر له لارې په افغانستان کې ګډ حکومت رامنځته شي چې هيڅکله دا نه غواړم.))
نوموړي همداراز ویلي: (( زه خوشحاله شوم چې په قطر کې زموږ بيرغ پورته شو، خو څوک پوهيږي چې په راتلونکې کې څه کيدونکې دي. کېدای شي زموږ مشران پخلاينه وکړي او خپل اصلي هدفونه له ياده وباسي.))
نوموړي په ټینګار سره ویلي: (( موږ په افغانستان کې سوچه اسلامي حکومت رامنځته کېدل غواړو، که هغه د جګړې يا د خبرو له لارې وي. خو هيڅکله نه غواړو له داسې يو دولت سره يو ځاې شو چې د غرب لخوا رامنځته شوی او اسلامي قوانين په کې تر پښو لاندې کيږي.))
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس کرزی وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په تعلیق کې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


