ads

ايا د جمهوري رياست ټاكنې به وشي؟

يو شمېر افغان شنونكي او منتقدین په دې باور دي چې د سولې پروسې پر سر نه جوړجاړی، د جګړې شدت، او د جنګسالارو کړیو هڅې به د دې سبب شي چې په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره نه شي.     يو شمېر افغان شنونكي او منتقدین په دې […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1392
ايا د جمهوري رياست ټاكنې به وشي؟

يو شمېر افغان شنونكي او منتقدین په دې باور دي چې د سولې پروسې پر سر نه جوړجاړی، د جګړې شدت، او د جنګسالارو کړیو هڅې به د دې سبب شي چې په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره نه شي.

 

 

يو شمېر افغان شنونكي او منتقدین په دې باور دي چې د سولې پروسې پر سر نه جوړجاړی، د جګړې شدت، او د جنګسالارو کړیو هڅې به د دې سبب شي چې په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره نه شي.

دا څرګندونې هغه نظامي او سیاسي کارپوهان کوي چې په خبره یې د افغانستان روان وضعیت او حالات له نږدې څاري.

د نظامي او سياسي چاروو کارپوه جنرال رحمت الله رووفي په خبره په دې وروستيو كې د جوزجان د والي په اړه د جنرال دوستم د كسانو تودو مظاهرو او کابل ته د هغه ولایت د والي تېښته، څو اوونۍ وړاندې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال فهيم څرګندونو چې غرونو ته یې د ختلو خبره کوله او د قطر د بهير  ټكنی توب او د جګړې شدت او زیاتوالی هغه موارد دي چې کېدای شي د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د نه ترسره کېدو امکان زیات کړي.

جنرال رووفي وايي: (( دا د دې سبب کېږي چې ټاكنې تر سره نه شي، همدا راز کابو درې اوونۍ مخکې په هلمند او كندهار كې جمهور رئیس کرزي په پلوئ د خلكو غونډو دا وښوده چې حامد كرزى هم په واك كې د پاتې كېدلو شوق لري، بل خوا طالبانو هم جګړه تېزه كړې ده، هره اوونۍ په کابل کې څو ځانمرګي بریدونه وي، دا ټول به د دې سبب شي چې د ټاکنو په ترسره کېدو بده اغېزه وکړي.))

د افغانستان په علومو اكاډمۍ كې د سيمه ييزو مطالعاتو د دفتر مشر څېړندوى عبدالغفور لېوال هم د انتخاباتو د ترسره كېدو په اړه اندېښمن دی او وايي که د  ټاكنو تر رارسېدو د مخه درې لويې او مهمې مسئلې حل نه شي، نو افغانستان د يوې بلې ملك الطوايفۍ په لوري تللى شي: (( په دې كې  د سولې خبرې لومړى مهمه مسئله ده، تر څو موږ پوى شو چې طالبان د ټاكنو په اړه كوم ډول شرايط وړاندې كوي؟ په دې معنی چې ايا د انتخاباتو ترسره كېدل د خبرو لپاره يو مهم شرط دى او كه نه؟))

نوموړى دغه راز  د امريكا له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون لاسليك او نه لاسليك هم د انتخاباتو په برخليك ټاكلو كې مهم بولي: (( دريم ټكى دا دى چې تر اوسه څومره عملي زمينه انتخاباتو ته برابره ده، ځكه د نوماندانو مبهم وضعيت او په انتخاباتو د سياسيونو نه باور هم دا وېره زياتوي.))

انتخابات دې وشي

د انتخاباتو په وړاندې له پرتو ستونزو او چلنجونو سره سره هم منتقدين په كلكه غوښتنه كوي چې كه په هر صورت وي، بايد د يو جمهوري نظام د بنسټيزو پايو د رامنځته كولو لپاره ټاكنې تر سره شي.

جنرال رووفي په همدې نظر دى او د يوې امنيتي طرحې په وړاندې كولو سره وايي، كه افغان حكومت رښتيا هم د خلكو غوښتنو ته ژمن وي، بايد لومړى د چلنج سره مخامخ سيمو امنيت ونيسي او بيا په كې خلكو ته د رايې اچونې زمينه برابره شي: (( كه امنيتي وضعيت زيات خراب شي، نو زه وايم دولت دې لومړى د يوې سيمې امنيت ونيسي، ټاكنې دې په كې وكړي او بيا دې وروسته بلې سيمې ته په همدې ډول ولاړ شي.))

نوموړى وايي، د دې كار ګټه به دا وي چې افغانستان به په راتلونكي كې يو ځل بيا د ټوپكسالارۍ لاس ته له غورځيدو وژغورل شي: (( د افغانستان د ژغورلو تر ټولو اساسي لاره ده، له انتخاباتو پرته بله هيڅ بديل لاره نه وينم.))

څېړندوى عبدالغفور لېوال هم په دې ټينګار كوي چې، بايد د افغانستان راتلونكې جمهوري ریاست ټاكنې تر سره شي،  د ده په خبره كه داسې ونه شي، د نړيوالو مرستې او خپله ولسواكي به مو يو ځل بيا د اوربشو په تول له لاسه وركړې وي: (( كه انتخابات ونه شي، موجوده حكومت به له قانوني پلوه تر سوال لاندې راشي، بل دا چې نړيوالو هم خپلې مرستې د ازادو او عادلانه ټاكنو ترسره كېدو پورې تړلي كه انتخابات ونه شي دا به مو هم يوه ستره ضايع وي.))

ټاكنې تر سره كېږي

په افغانستان كې د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ يا ((فيفا)) چارواكي كه څه هم دا مني چې كېداى شي، نړيوال مسايل او د سولې خبرې اترې د راتلونكو جمهوري رياست د ټاكنو پر وخت  اغېز وكړي، خو د دغه بنسټ د اجراييوي رئيس جانداد سپين غر په خبره، يوازې كورني مسايل بايد د انتخاباتو د ځنډ پلمه ونه بلل شي.

جانداد سپین غر  زیاتوي د هېواد په یو شمېر سیمو کې امنیتي ستونزي د راتلونکو انتخاباتو لپاره یوازنی خنډ نه دی، بلکې ممکن د افغانستان په اړه نړیوال سیاستونه او د سولې د خبرو پیل د انتخاباتو پر بهیر اغېز وکړي.

خو د  ده په خبره لا هم له افغان حكومت سره پوره وخت او فرصتونه شته چې انتخابات تر سره شي: (( امنيتي ستونزې كوم ستر ګواښ نه دى او نه به انتخابات وځنډولى شي، بلكې له فرصتونو بايد ګټه واخستل شي او سياسي اراده بايد پياوړې وي.))

بلخوا سره له دې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون مسوولین دا ډاډ ورکوي چې د جمهوري رياست راتلونکي انتخابات به پر ټاکلي وخت وکړي، خو ورسره وايي چې د ټاكنو د امنيت په اړه لاهم اندېښمن دي.

د كليد ګروپ د ويب پاڼې په حواله د ټاكنو د خپلواك كمسيون مشر فضل احمد معنوي ويلي چې رڼې، معياري او ښې ټاكنې هله ترسره كېداى شي چې امنيتي ارګانونه ورته د هغو سيمو د امنيت ډاډ وركړي چې دوى وار له مخه د يوه لست له مخې امنيتي ارګانونو ته په ګوته كړي دي.

د کورنيو چارو وزارت بيا په دې اړه وايي چې د انتخاباتو د امنيت پر پلانونو کار روان دى او د امنيت د ټينګښت لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د ټاكنو خپلواک کمسيون د تېركال په وروستيو كې د رايې ورکونې د شاوخوا ۷ زره مرکزونو لېست د دې لپاره امنيتي ارګانونو ته وسپاره چې د امنيت ټينګښت ته يې تدابير ونيسي.

د انتخاباتو د کمسیون د دارالانشا رئیس ضیا الحق امرخیل بيا ازادۍ راډیو سره په يوه مركه كې ويلي چې تېرو انتخاباتو ته په کتو به هڅه وكړي چې پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار نه شي: ((نړیوالي ټولنې هم ژمنه راكړې چې د راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو لپاره به ۱۳۰ مليونه ډالر كمسيون ته وركوي.))

ټاکل شوې، د افغانستان د جمهوري رياست او ولایتي شورا ګانو انتخابات د ۱۳۹۳ كال د وري په16 مه ترسره شي.

۷۶فیصده خلک ټاکنو کې برخه اخلي

له بل لوري د ډيموكراسۍ انټرنېشنل موسسې يا ((ډي اى)) په خپله تازه نظره پوښتنه كې ويلي چې د افغانستان په راتلونكو ولايتي شوراګانو او جمهوري رياست انتخاباتو كې  به له ۷۶ فيصده زيات افغانان برخه واخلي.

د ډيموكراسي انټرنشنل موسسې چې د خپلې نظر پوښتنې راپور يې د چنګاښ په ۱۰ مه خپور كړ ويلي چې دوى په ۳۴ ولايتونو كې له ۴۰ زره كسانو نظرونه راټول كړي او په وينا يې دا مهال په انتخاباتو كې د افغانانو پر وړاندې تر ټولو مهمه ستونزه د امنيتي وضعيت په اړه ده.

د يادې موسسې رئيس سيد ياسين حسيني وايي، د موسسې لخوا ترتيب شوې سروې كې يې د راتلونكو احتمالي نوماندانو، انتخاباتي بنسټونو، د انتخاباتو په اړه د رسنيو رول، په انتخاباتو كې د خلكو ونډې، په دې برخه كې د خلكو د همكارۍ، د سولې بهير او د افغانستان د ډيموكراسۍ په اړه پوښتنې مطرح كړي چې ۷۶ فيصده خلكو ورته مثبت ځوابونه ويلي دي.

د ياسين حسيني په خبره، د دوى لخوا په ترسره شوې سروې كې ۷۷ فيصده خلكو انتخاباتي بنسټونه نه پېژندل، خو اكثرو يې د انتخاباتو او د سولې په اړه روانو خبرو اترو كې د رسنيو رول مهم بللى.

دغه راز د نارينه و په نسبت ښځو د ډيموكراسۍ په اړه خپلې مثبتې رايې ډېرې وركړې دي، خو د همدغه راپور په اساس ډېرى افغانانو د راتلونكو انتخاباتو لپاره افراطي نوماندانو سره نارضايتي ښودلې او مخالفت يې څرګند كړى دى.

بايد وويل شي، دا لومړنۍ نظر پوښتنه ده چې د يوې افغاني موسسې لخوا د راروانو جمهوري رياست ټاكنو په اړه له خلكو سره ترسره كېږي.

د ((ډي اى)) موسسې دا نظر پوښتنه د ۲۰۱۲ كال له اكتوبر تر نوامبر مياشتې پورې ترسره شوې وه او د تېره اوونۍ یې راپور خپور شو.

تېر

په افغانستان كې د خلكو په خوښه د جمهور رئيس ټاكلو ډيموكراټيكه پروسه په ۱۳۸۳ كال پيل شوه چې په نتيجه كې يې حامد كرزى د افغانستان د لومړني منتخب جمهور رئيس په توګه انتخاب شو، پنځه كاله وروسته په ۱۳۸۸ كال د زمري په ۲۹نېټه يو ځل بيا د جمهوري رياست ټاكنې وشوې چې دا ځل هم په كې موجوده جمهور رئيس د ۴۹ اعشاريه ۶۷ فيصده رايو په اكثريت د ۴۸ نوماندانو له لېست څخه د خلكو په رايه  منتخب جمهور رئيس په توګه وټاكل شو.

په دغو انتخاباتو كې ۱۱ نوماندان داسې وو چې له نوماندۍ وروسته د خپلې علاقې وړ كانديدانو ته په خپلې انتخاباتي مبارزې كې تېر شوي وو. اوس به د موجوده جمهور رييس كاري موده د ۱۳۱۳۹۳كال د وري د ۱۶مې نېټې له انتخاباتو درې مياشتې وروسته د زمري په ۲۸مه پاى ته رسېږي، دغه راز د اساسي قانون له مخې د دوه دورو لپاره انتخاب شوى جمهور رئيس د بيا ځلې انتخابېدلو حق نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA