د جنوبي کوريا د اسيانا هوايي شرکت اړوند بوينګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د امريکا د سان فرانسيسکو په هوايي ډګر کې د کېناستو پر مهال له تخنيکي ستونزې سره مخ او ويجاړه شوه.
د جنوبي کوريا د اسيانا هوايي شرکت اړوند بوينګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د امريکا د سان فرانسيسکو په هوايي ډګر کې د کېناستو پر مهال له تخنيکي ستونزې سره مخ او ويجاړه شوه.
د دغې پېښې له کبله دوه وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپيان دي.
دغه الوتکه پرون په هوايي ډګر کې د راښکته کېدو پر مهال له ستونزې سره مخ او اور يې واخيست.
دې الوتکې ټولټال ۳۰۷ سپرلۍ درلودې، چې ۶۱ تنه امريکايان وو.
چارواكي وايي، د پېښې په اړه يې څېړنې پيل كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


