ads

ابو قتاده د محاكمې لپاره اردن ته واستول شو

بريتانيا سخت دريځى اردنى عالم ابو قتاده پرې د لګول شويو ترهګريزو تورونو د سپيناوي او محاکمې لپاره له خپل هېواده اردن ته استولى. نوموړى لندن ته څېرمه له يوه پوځي هوايي ډګره له هېواده وايستل شو. بريتانيا سخت دريځى اردنى عالم ابو قتاده پرې د لګول شويو ترهګريزو تورونو د سپيناوي او محاکمې لپاره […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1392
ابو قتاده د محاكمې لپاره اردن ته واستول شو

بريتانيا سخت دريځى اردنى عالم ابو قتاده پرې د لګول شويو ترهګريزو تورونو د سپيناوي او محاکمې لپاره له خپل هېواده اردن ته استولى. نوموړى لندن ته څېرمه له يوه پوځي هوايي ډګره له هېواده وايستل شو.

بريتانيا سخت دريځى اردنى عالم ابو قتاده پرې د لګول شويو ترهګريزو تورونو د سپيناوي او محاکمې لپاره له خپل هېواده اردن ته استولى.

نوموړى لندن ته څېرمه له يوه پوځي هوايي ډګره له هېواده وايستل شو.

اټکل دى، چې ابو قتاده به اردن کې پرې د لګول شويو تورونو ځواب ووايي.

دغه اردنى سخت دريځى اسلامپالى عالم، چې په اصل کې د فلسطين دى، له ۲۰۰۱ راهيسې بريتانيا کې بندي و، چې څو ځلې خوشې شوې هم دى.

له بريتانيا د ابو قتاده د ايستلو پر سر پوره لس کاله اختلاف موجود و.

د ابو قتاده اصلي نوم عمر عثمان دى او اټکل دى، چې ښځه او پنځه واړه زامن يې په بريتانيا کې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA