ads

وينزويلا او نيکاراګوا سنوډن ته د پناه ورکولو وړانديزونه كړي

د لاتيني امريکا دوو هېوادونو، نيکاراګوا او وينزويلا د امريکايي استخباراتي ادارې فراري قراردادي، اېډوارډ سنوډن ته د سياسي پناه ورکولو وړانديزونه كړي دي. د وينزويلا جمهوررئيس نيکولاس مدورو ويلي، د امريکايي څار پروګرام افشا کوونکي ته به پناه ورکړي، چې ګومان کېږي، د روسيې د پايتخت مسکو هوايي ډګر په ټرانزيټ برخه کې پټ […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1392
وينزويلا او نيکاراګوا سنوډن ته د پناه ورکولو وړانديزونه كړي

د لاتيني امريکا دوو هېوادونو، نيکاراګوا او وينزويلا د امريکايي استخباراتي ادارې فراري قراردادي، اېډوارډ سنوډن ته د سياسي پناه ورکولو وړانديزونه كړي دي. د وينزويلا جمهوررئيس نيکولاس مدورو ويلي، د امريکايي څار پروګرام افشا کوونکي ته به پناه ورکړي، چې ګومان کېږي، د روسيې د پايتخت مسکو هوايي ډګر په ټرانزيټ برخه کې پټ دى.

د لاتيني امريکا دوو هېوادونو، نيکاراګوا او وينزويلا د امريکايي استخباراتي ادارې فراري قراردادي، اېډوارډ سنوډن ته د سياسي پناه ورکولو وړانديزونه كړي دي.

د وينزويلا جمهوررئيس نيکولاس مدورو ويلي، د امريکايي څار پروګرام افشا کوونکي ته به پناه ورکړي، چې ګومان کېږي، د روسيې د پايتخت مسکو هوايي ډګر په ټرانزيټ برخه کې پټ دى.

د مدورو په وينا، سنوډن ته يې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ د سياسي پناه ورکولو پرېکړه کړې ده.

بل لور ته د اې ايف پي خبري اژانس په رپوټ کې د نيکاراګوا د جمهوررئيس ډينيل اورټېګا له قوله ويل شوي، چې که حالات اجازه ورکړي، هېواد به يې سنوډن ته پناه ورکولو سره خوښي محسوسه کړي.

د نوموړي په وينا، مسکو کې يې د هېواد سفارت د اېډورډ سنوډن د سياسي پناه غوښتنليک تر لاسه کړى دى.

د ويکي ليکس په وينا، اېډورډ سنوډن شپږو نورو هېوادونو ته هم د سياسي پناه لپاره غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

سنوډن تر دې وړاندې ۲۱ هېوادونو ته د سياسي پناه لپاره غوښتنليکونه لېږلي، چې ډېرى يې رد شوي دي.

په بېلابېلو پېښو كې ګڼو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA