په مصر کې روغتيايي کارکونکي وايي، چې لږ تر لږه ۱۷تنه له واک څخه د محمد مرسي له لرې کېدو راهيسې په نښتو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په مصر کې روغتيايي کارکونکي وايي، چې لږ تر لږه ۱۷تنه له واک څخه د محمد مرسي له لرې کېدو راهيسې په نښتو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د مصر دولتي ټلويزيون په داسې حال کې پرون د تلفاتو دا ارقام خپاره کړي، چې په قاهره او نورو ښارونو کې د مرسي د پلويانو او مخالفينو تر منځ نښتې شوې دي.
پرون د مصر په مرکز او نورو ښارونو کې د اخوان المسلمين زرګونو پلويانو لاريونونه وکړل او د محمد مرسي د برحاله کېدو غوښتنه يې وکړه او له مخالفينو سره ونښتل.
ويل کېږي، چې د نښتو د کرارۍ لپاره پوځيانو مداخله کړې ده.
بلخوا په مصر کې د اخوان المسلمين مشر “محمد بديع”، چې مخکې يې د نيول کېدو خبر ورکړل شوى و، پرون په قاهره کې د محمد مرسي په پلوۍ لاريون کې برخه واخيسته او ټينګار يې کاوه، چې د محمد مرسي پلويان تيار دي، چې خپل ژوند قربان کړي او په مصر کې د پوځ د واکمنۍ مخنيوى وکړي.
د يو بل خبر له مخې، د مصر د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي، د اخوان المسلمين ګوند مرستيال مشر خيرات الشاطر د تاوتريخوالي د پارولو په تور نيول شوی دی.
دغه شتمن سوداګر په ګوند کې تر ټولو اغېزناک سياستوال بلل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


