ads

د كندوز له بزګرو سیمه ییز پولیس عشر اخلي

د کندوز ولایت ځینې بزګر وايي چې اربکیان ( سیمه ییز پولیس) د فصلونو د رسېدو پر وخت له دوی څخه په ناقانه توګه عشر ټولوي. دا ادعا د کندوز ولایت د چادرې ولسوالۍ بزګر او ځینې اوسېدونکي کوي، دوی وايي سیمه ییز پولیس ترې په زور د عشر او ذکات په نوم غله وړي، […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1392
د كندوز له بزګرو سیمه ییز پولیس عشر اخلي

د کندوز ولایت ځینې بزګر وايي چې اربکیان ( سیمه ییز پولیس) د فصلونو د رسېدو پر وخت له دوی څخه په ناقانه توګه عشر ټولوي. دا ادعا د کندوز ولایت د چادرې ولسوالۍ بزګر او ځینې اوسېدونکي کوي، دوی وايي سیمه ییز پولیس ترې په زور د عشر او ذکات په نوم غله وړي، خو د

د کندوز ولایت ځینې بزګر وايي چې اربکیان ( سیمه ییز پولیس) د فصلونو د رسېدو پر وخت له دوی څخه په ناقانه توګه عشر ټولوي.

دا ادعا د کندوز ولایت د چادرې ولسوالۍ بزګر او ځینې اوسېدونکي کوي، دوی وايي سیمه ییز پولیس ترې په زور د عشر او ذکات په نوم غله وړي، خو د کندوز سیمه ییز چارواکي بیا ګواښنه کوي، که سیمه ییز پولیس یې په دې کار ولیدل، نو د قانون منګلو ته به یې وسپاري.

د کندوز ولایت د چادرې ولسوالۍ یوه مېرمن چې د کلیوالي رواجونو له مخې نه غواړي نوم یې واخستل وايي، اربکیان( سیمه ییز پولیس) له هرڅه، له بادامو، غنمو او وریجو عشر غواړي، کله چې يې څوک نه ورکوي، نو چا لحاظ  هم نه کوي: (( اربکیان له هر چا عشر او ذکات غواړي، پرخلکو ظلم کوي … كله كله خو څاروي، ميږې هم له ځانه سره بیايي.))

د چادرې ولسوالۍ څو تنه اوسېدونکې چې په همدې اړوند کندوز ښار ته د شکایت لپاره راغلې وو، خبریالانو ته وویل، اربکیان شخصې زندانونه لری، کله چې څوک عشر نه ورکوي، وهي يې  او هرچا ته چې یې خوښه شي زندان کې يې اچوي: (( هغوى وسله لري، زور لري هیڅوک يې مخه نشي نیولى.))

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسینی بیا وايي چې  ملي او سمیه ییز پولیس له خلکو د عشر غونډولو حق نه لري او که چیرې څوک ونیول شي، نو قانوني جزا به ورکړل شي.

همدغه راز نوموړي، د شخصي زندانونو دعوه هم رد کړه او هغه يې بې اساسه وګڼله: ((هیڅ پولیس حق نه لري چې عام خلک وځوروي، هغه خلک چې ورته ستونزه لرې هغوى دې په رسمي توګه خپل وړاندیز د کندوز امنیه قومندانۍ ته وسپاري، څو په اړه يې قانوني تعقیب ترسره شي.))

ځینې کندوزیان وايي، سیمه ییز پولیسو د وسله والو په لرې کولو کې اغېزناک تمام شوي، نو له دې کبله یې چارواکي په بې باکیو سترګې پټوي.

اوس چې په کندوز ولایت کې د حاصلاتو د راټولولو وخت دی، د کندوز پر چاردرې ولسوالۍ سربیره د خان اباد او امام صاحب ولسوالیو بزګر هم له ورته ستونزې سر ټکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA