جمهور رئيس كرزي د چنګاښ په ۷مه په تازه اوونيزې راډيويي وينا كې په قطر کې د طالبانو د دفتر په پرانستلو کې له مخکنیو موافقو د طالبانو سرغړونه هغه دسیسه وبلله چې د ده په وینا افغانانو شنډه کړه.
جمهور رئيس كرزي د چنګاښ په ۷مه په تازه اوونيزې راډيويي وينا كې په قطر کې د طالبانو د دفتر په پرانستلو کې له مخکنیو موافقو د طالبانو سرغړونه هغه دسیسه وبلله چې د ده په وینا افغانانو شنډه کړه.
جمهور رئيس دغه راز ټينګار وكړ چې حکومت به هېچا ته دا اجازه ور نه کړي چې د سولې د موافقې په بدل کې افغانستان ضعیف او ملوک الطوایفي پرې تحمیل کړي.
له دغو څرګندونو اشاره شايد د قطر دفتر د پرانستلو پر مهال د طالبانو لخوا د دوى د بيرغ او اسلامي امارت په نامه سپينه لوحه وه چې په سمبوليك ډول د خبري كنفرنس پر مهال وليدل شوه او بېرغ يې هم د دغه دفتر په انګړ كې ورپول شو.
د طالبانو دې عمل افغان حكومت سخت په غوسه كړ او د خپلو اعتراضاتو په څرګندولو يې وويل چې د دفتر د پرانستې لپاره په دغو شيانو موافقه نه وه شوې او دا د خبرو د اصولو خلاف عمل دى چې طالبانو تر سره كړ.
په دې اعتراض كې افغان حكومت له امريكا سره د امنيتي تړون پر سر د خبرو اترو څلورم پړاو هم وځنډاوه، بلخوا امريكايي او قطري لوریو داسې خبرونه خپاره كړل چې اوس دغه لوحه او بيرغ راكوز شوي دي، دغه راز دا راپورونه د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو مسوول اسماعيل قاسميار هم تاييد كړل او ويې ويل اوس مهال د قطر په دفتر كې د طالبانو بيرغ نيم ځوړند حالت كې دى او لوحه هم ترې لرې شوې ده.
په قطر كې د طالبانو وياند محمد سهيل شاهين خو لا دا هم وويل چې د بېرغ، اسلامي امارت او لوګو د لرې كېدو په اړه د دوى دريځ نه دى بدل شوى، خو په وينا يې دا چاره به د سولې د خبرو اترو لپاره كوم خنډ نه شي، بلكې د ده په وينا د قطر دفتر دوى ته يو مهم چانس دى.
خو اوس جمهور رئيس حامد کرزي په خپله اوونیزه راډیويي وینا کې چې ليكلې بڼه يې د د چنګاښ په ۸مه د ارګ د دفتر لخوا د فیسبوك په رسمي پاڼه خپره شوه، ویلي په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستل کېدو تاييد شوې موافقه یو ډول وه، خو د پرانستو پرمهال د طالبانو اقدامات بل ډول شول.
جمهور رئيس د طالبانو دا عمل یوه دسیسه وبلله چې افغان حکومت پر وخت شنډه کړه، خو اوس اندېښنه دا ده چې كه افغان حكومت د ځان پر وړاندې راپورته شوې دسيسه شنډه كړې، نو د سولې خبرې اترې به څنګه كړي؟ ايا افغان حكومت د دې دسيسې له شنډولو سره سم د سولې د خبرو په اړه خپل دريځ بدل كړى؟ ايا له دې وروسته به افغان دولت د طالبانو پر وړاندې له حتمي فيصلې سره جګړه پر مخ بوتلاى شي او كه نه نو دومره ځنډ او خنډ د څه لپاره واقع كوي؟
د سياسي چارو كارپوه رضوان الله بشر مل په دې ټينګار كوي چې كه د قطر دفتر طالبان د ځان لپاره د سولې د خبرو وروستى او مهم چانس بولي، نو په راتلونكي كې دا د افغانستان د حكومت لپاره هم يو ښه فرصت دى او افغان حكومت بايد دا فرصت په وړو وړو خبرو له لاسه ور نه كړي: (( د افغانستان د روانې كشالې ختمولو لپاره يوازې او يوازې حل د سولې خبرې دي، هغه كه په هر چينل وي، خو چې كاميابې وي، ښكېل لوري په كې يوازې د افغانستان د ګټو او مصالحو خيال وساتي نه دا چې هر لورى له خپله اړخه په دې تله كې خپل درانده شرطونه كېږدي او د تلې پړي وشلوي.))
د نظامي چارو كارپوه ډګروال سرورخان هم ورته خبره كوي او وايي دا واضحه خبره ده چې طالبان د جګړې په ډګر كې ډېر كمزوري شوي او اكثره قومندانان يې د سولې خبرو ته خوشبين دي، خو دا هم جوته ده چې افغان ځواكونه دا مهال په دفاعي برخه كې د نړيوالو د كمو مرستو له كبله يو لړ ستونزو سره مخ دي، ډګروال سرور زياتوي: (( د هوايي ځواك او مرستې د نشتوالي له کبله دا مهال اكثره افغان سرتېري تلفات وركوي او دا جګړه كه همداسې په نشتو وسايلو توده ساتل كېږي، نو په دې كې به ټول د وطن ځوانان او بچيان مري او ګټه به يې په واك ناستو څو كسانو ته رسېږي.))
نوموړى زياتوي اوس هغه وخت نه دى چې ولس ته يوازې د څو ډلو يا كسانو د ګټو مسئله مطرح وي، بلكې د ده په خبره دا خاوره د ټولو ده او ټول حق لري چې د سولې ډك ژوند په كې وكړي: (( د دې ژوند لاسته راوړلو لپاره اړينه ده چې تېر هېر شي او د سولې خبرې په چټكۍ مخته ولاړې شي.))
ډګروال سرور په دې عقيده دى چې په دې لړ كې به يوازې پر طالبانو د جمهور رئيس كرزي د سولې نارې اثر ونه كړي، بلكې دې ته اړتيا ده چې له يو قوي هوډ سره ټول ښكېل لوري د رښتينې او واقعي سولې لپاره نېك نيت او غوره عمل وښيي: (( که چېرې د افغان دولت د سنګرنیونې له کبله د سولې هڅې زیانمنې شي، بیا به د تاریخ ملامته وي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


