ads

د بې پيلوټه الوتكې او وسله وال بريد له كبله ٣٣ تنه ووژل شول

پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د  بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې ١٧ تنه وژل شوي  دي. ځايي امنيتي چارواکي وايي، دغه بريد تېره شپه ناوخته دولس بجې د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته څېرمه د درپه خېلو په سيمه کې شوى او امريكايي بې پيلوټه الوتکې په پر يوه کور څلور توغندي […]

نویسنده: TKG
12 چنګاښ 1392

پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د  بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې ١٧ تنه وژل شوي  دي. ځايي امنيتي چارواکي وايي، دغه بريد تېره شپه ناوخته دولس بجې د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته څېرمه د درپه خېلو په سيمه کې شوى او امريكايي بې پيلوټه الوتکې په پر يوه کور څلور توغندي توغولي دي.

 

پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د  بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې ١٧ تنه وژل شوي دي.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، دغه بريد تېره شپه ناوخته دولس بجې د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته څېرمه د درپه خېلو په سيمه کې شوى او امريكايي بې پيلوټه الوتکې په پر يوه کور څلور توغندي توغولي دي.

د وژل شويو کسانو هويت لا نه دى په ډاګه شوى، خو ډېرى مهال په دا ډول بريدونو کې ځايي وسله وال په نښه کېږي.

بلخوا تېره شپه د پېښور ښار اړوند د اورمړو په سيمه کې د پوځي ملېشو پر يوې پوستې وسله وال بريدكې شپږ د ملېشو او پوليسو سرتېري وژل شوي او درې تنه نور لادركه دي.

امنيتي سرچينې وايي، په ځوابي بريد کې لس وسله وال هم وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA