ads

مصري پوځ سياسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ

د مصر پوځ تېره ورځ د هېواد سيالو سياسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ، څو روانه سياسي شخړه حل کړي. پوځ وروسته له هغې دا بيان خپور کړى، چې په مصر کې د حکومت د پلويانو او مخالفينو ترمنځ په وروستي تاوتريخوالي کې شاوخوا ۱۶ تنه ووژل شول. د مصر پوځ تېره ورځ د […]

نویسنده: TKG
11 چنګاښ 1392
مصري پوځ سياسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ

د مصر پوځ تېره ورځ د هېواد سيالو سياسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ، څو روانه سياسي شخړه حل کړي. پوځ وروسته له هغې دا بيان خپور کړى، چې په مصر کې د حکومت د پلويانو او مخالفينو ترمنځ په وروستي تاوتريخوالي کې شاوخوا ۱۶ تنه ووژل شول.

د مصر پوځ تېره ورځ د هېواد سيالو سياسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ، څو روانه سياسي شخړه حل کړي.

پوځ وروسته له هغې دا بيان خپور کړى، چې په مصر کې د حکومت د پلويانو او مخالفينو ترمنځ په وروستي تاوتريخوالي کې شاوخوا ۱۶ تنه ووژل شول.

په هغې اعلاميه کې، چې پرون د مصر د پوځ لوى درستيز جنرال عبدالفتاح السيسي ولوستله، راغلي چې که جمهوررئيس محمد مرسي او د هغه سياسي مخالفين تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې روانه شخړه حل نه کړي، نو پوځ به يې د پاى ته رسولو لپاره مداخله وکړي.

د مصر  د حکومت سترې مخالفې سياسي جبهې د هېواد د پوځ د مشر د څرګندونو هرکلى كړى.

لاريون كوونكي جمهوررئيس محمد مرسي تورنوي، چې واک يې د اخوان المسلمين ډلې پورې منحصر ساتلى او د مصر د اقتصادي ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلى دى.

د پوځ د مشر له بيان دمخه د مرسي د کابينې پينځو وزيرانو له خپلو دندو استعفاوې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA