ads

مرسي له اوباما سره ټيليفوني خبرې وكړې

د مصر د جمهوري رياست ماڼۍ ويلي، چې جمهوررئيس محمد مرسي له امريکايي سيال بارک اوباما سره د مصر د روان کړکېچ د ختمولو پر موضوع ټيليفوني خبرې کړې دي. د مصر د جمهوري رياست ماڼۍ ويلي، چې جمهوررئيس محمد مرسي له امريکايي سيال بارک اوباما سره د مصر د روان کړکېچ د ختمولو پر […]

نویسنده: TKG
11 چنګاښ 1392
مرسي له اوباما سره ټيليفوني خبرې وكړې

د مصر د جمهوري رياست ماڼۍ ويلي، چې جمهوررئيس محمد مرسي له امريکايي سيال بارک اوباما سره د مصر د روان کړکېچ د ختمولو پر موضوع ټيليفوني خبرې کړې دي.

د مصر د جمهوري رياست ماڼۍ ويلي، چې جمهوررئيس محمد مرسي له امريکايي سيال بارک اوباما سره د مصر د روان کړکېچ د ختمولو پر موضوع ټيليفوني خبرې کړې دي.

همدارنګه، د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر جنرال مارټين ډيمپسي هم د مصر له لوى درستيز سره ټيليفوني خبرې كړي.

د مصر د جمهوري رياست ماڼۍ پر فېسبوک پاڼې ليکلي، مرسي له اوباما سره په خبرو کې ټينګار کړى، چې ”د واک د سوله ييز ډيموکراتيک لېږد په اړه يې هڅې پيل کړې دي.”

سرچينې دا هم ويلي، چې اوباما له مرسي د لاريون کوونکو په ملاتړ مننه کړې ده.

د مصر د جمهوري رياست دفتر ويلي، محمد مرسي به د روانې سياسي ګډوډۍ حل ته د ملي روغې جوړې لپاره پر خپلو پلانونو درېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA