عراقي چارواکي وايي، د بغداد شمال ختيځ ديالي ولايت کې پرون ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۲۳ تنه وژلي او ۱۰ نور کسان بيا د بعقوبې په يوې چاى خانه کې وژل شوي دي.
عراقي چارواکي وايي، د بغداد شمال ختيځ ديالي ولايت کې پرون ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۲۳ تنه وژلي او ۱۰ نور کسان بيا د بعقوبې په يوې چاى خانه کې وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وويل، چې يوازې په تېره جون مياشت کې په عراق کې د تاوتريخوالي او تروريستي پېښو له كبله ۷۶۱ تنه وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اعلاميې له مخې، په وژل شويو کې ۱۳۱ پوليس، ۷۶ سرتېري او پاتې نور ملکي وګړي دي.
په عراق کې په تېره مې مياشت کې د تلفاتو شمېر شاوخوا زر تنه وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


