ولسي جرګې د غبرګولي په ۲۵مه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين استجوابيه غونډې ته ورغوښتی و، نوموړي په جرګه کې له ځان څخه په دفاع كې يو شمېر رسنۍ په اسلامي، ملي او فرهنګي ضد خپرونو تورنې كړې چې په نتیجه کې یې د جرګې يوه غړي ان د رسنيو پر وړاندې د جهاد
ولسي جرګې د غبرګولي په ۲۵مه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين استجوابيه غونډې ته ورغوښتی و، نوموړي په جرګه کې له ځان څخه په دفاع كې يو شمېر رسنۍ په اسلامي، ملي او فرهنګي ضد خپرونو تورنې كړې چې په نتیجه کې یې د جرګې يوه غړي ان د رسنيو پر وړاندې د جهاد غوښتنه وكړه او بالاخره د جلسې په پاى كې وزير ته په دې اړه د يوې مياشتې مهلت وركړل شو چې د ملي ضد خپرونو پر وړاندې په جديت سره كار وكړي.
اوس داسې ښكاري چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دې عملا د حكم په تعميل لاس پورې كړى وي، ځكه د غبرګولي په ۳۰ مه د وزارت د رسنيو د سرغړونو كمسيون د يو خصوصي ټلويزيون ((طلوع)) څخه په خپرېدونكي ((عفت)) سريال بنديز ولګاوه.
د سرغړونې كمسيون غړي عبدالشكور دادرس په دغه سريال له بنديز لګېدلو وروسته بي بي سي ته ويلي: (( موږ د څېړنې له مخې معلومه كړه چې دا سريال له افغاني دودونو او د هېواد له مدني قوانينو سره په ټکر کې دى، ځكه د دغه سريال مركزي څېره عفت، پرته له واده يو شمېر کسانو سره جنسي اړيکي ټينګوي، نو ځكه كمسيون پرېكړه وكړه چې دا سريال به د چنګاښ له لومړۍ نېټې نه خپرېږي.))
كه څه هم د طلوع ټلويزيون ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو لېدل كېږي چې له تركي ژبې دري ته راژباړل شوى ((عفت)) سريال لا هم د دغه خصوصي ټلويزیون لخوا په خپل وخت خپرېږي، مګر د رسنيو چلوونكي او له رسنيو د ملاتړ بنسټونه يو ځل بيا اندېښمن شوي چې د رسنيو په خپرونو دا ډول بنديزونه شايد د تېر۱۳۹۱ كال په څېر په رسنيو د محدوديتونو د وضع كولو د لړۍ يوه كړۍ وي چې څو ځله شخصا د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير، د رسنيو د سرغړونو كمسيون او حتى د جمهوري رياست د وزيرانو شورا لخوا يې هڅې وشوې.
تېر كال كليد ګروپ د خپلو تعقيبي راپورونو او تحليلونو په اساس روښانه كړې وه چې ياد وزارت پر يو شمېر رسنيو د قانون، ديني او ملي ارزښتونو ضد خپرونو ټاپه لګولې وه، بيا د ملي امنيت ادارې یوه چارواکي وویل چې يو شمېر رسنۍ د پرديو له لوري تمويلېږي، خو د وزيرانو شورا او د رسنيو د تخطيو د څار كمسيون بيا انتقاد کاوه چې ګڼې رسنۍ د ۲۰۱۴ میلادي کال په اړه، مورال کمزورونکې وړاندوينې كوي، دغه راز جمهور رئيس هم يو وار د رسنيو له مشرانو سره په ليدنه كې ورته څرګندونې وكړې او له رسنيو يې په غيرمستقيم ډول د دولت له پالیسۍ سره د همغږۍ غوښتنه کړې وه.
خو هغه مهال له رسنيو د ملاتړ د ادارو ترڅنګ د ژورنالېستانو ملي اتحاديې هم په يوه رسمي بيانيه كې پر رسنيو د دا ډول تورونو لګول د دوى د رامحدودولو هڅه وبلله او دا چاره يې سخته وغندله، دغه راز ولسي جرګې او مدني ټولنو هم غوښتنه وكړه څو اړونده وزارت له رسنيو د دفاع لاره ونيسي.
خو اوس نه يوازې دا چې د رسنيو پر وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د محدوديتونو لړۍ يو ځل بيا تېزه شوې، بلكې ولسي جرګه یې هم ترڅنګ ولاړه ده، دا خو به پر ځای پرېږدو چې د دغې جرګې غړي عبدالستار خواصي نېغ په نېغه د رسنيو پر وړاندې د جهاد غوښتنه کړې ده. خواصي د غبرګولي په ۲۵ د سيد مخدوم رهين په استجوابيه غونډه كې وويل چې(( په دې رسنيو چې زموږ د خلكو اسلامي او فرهنګي ارزښتونه نقض كوي د جهاد وړاندیز كوم)).
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هم د ولسي جرګې څخه له راوتلو سره سم د خپل يو مياشتني وركړل شوي مهلت په لومړي ګام كې د طلوع ټلويزيون پر ((عفت)) سريال بنديز ولګاوه او يو ځل بيا يې له ټولو رسنيو سره يو لړ تشويشونه راپيدا كړل.
په دې اړه په افغانستان کې د جنوبي اسيا د خپلواکو رسنيو د بنسټ مشر ضيا بوميا دا چاره د رسنيو د سرغړونو كمسيون لخوا غيرقانوني وبلله: (( دا چاره ناقانونه ده، په دغه وزارت كې د سينما په نامه خپل رياست شته چې له تېرو كلونو راهيسې يې فلمونه كتل او بيا يې ارزول، بايد اوس يې هم د عفت سريال لومړى كتلى واى، نو بايد سر له اولې ورځې يې خپرېدو ته نه واى پريښى.))
بوميا زياتوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا مهال د ملي شورا او نورو بنسټونو له خوا تر فشار لاندې دی او اوس غواړي چې په دغه راز کړنو خپلې کمزورۍ پټې کړي.
په ننګرهار كې د يوې خصوصي رسنۍ صفا راډيو د نشراتو مدير اسدالله دولتزى بيا وايي، دا پر رسنيو د بنديزونو زړه لړۍ ده چې پيل يې په ۱۳۹۱ كال د باور ورځپاڼې له دوسيې وشو او بيا ځاى ځاى د محدوديت وضع كولو هڅې وشوې: (( هغه وخت ولسي جرګې له رسنيو ملاتړ څرګند كړ، اوس يې حتى يو غړي رسنيو سره جهاد اعلان كړ، زه په دې نظر يم چې دا وزارت، د وزيرانو شورا او ولسي جرګه په دې سره سلا شوي چې له يوې مخې رسنۍ تر فشار راولي، ځكه رسنۍ اوس ډېرې قوي دي او د چارواكو هر پټ راز او جرم د ثانيو په حساب ميدان ته راباسي.))
بل لوري ته د پكتيا ولايت يو ليكوال او ژورنالېست عارف حقپرست بيا په دې نظر دى چې كه دولت د رسنيو پر وړاندې د محدوديت وضع كولو كوم پلان ونه لري او مقصد يې يوازې د دوى اصلاح وي، بيا خو پكار وه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا مهال په سلګونه هنري او فرهنګي فلمي توليدات رسنيو ته په لاس وركړي واى: (( په دوبله شويو سريالونو كم مصرف راځي او افغاني رسنۍ په خپل شخصي تولید ايله همدومره مصارف كولى شي، كه دولت سره رښتيا هم د اصلاح فكر واى بايد تر اوسه يې ډېره بودجه ورته ځانګړې كړې او فلمي اصلاحي توليدات يې رامنځته كړي واى.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

