ads

ننګرهار كې سېلابونو خلكو ته مالي زيانونه اړولي

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د پرله پسې اورښتونو له امله راوتليو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتی ادارې کلید ته په راستولې خبرپاڼې کې ویلي، چې د تېرې ورځې له اورښتونو وروسته راوتليو سېلابونو څلوېښت څاروي لمنځه     د ننګرهار ځایي […]

نویسنده: The Killid Group
10 چنګاښ 1392

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د پرله پسې اورښتونو له امله راوتليو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتی ادارې کلید ته په راستولې خبرپاڼې کې ویلي، چې د تېرې ورځې له اورښتونو وروسته راوتليو سېلابونو څلوېښت څاروي لمنځه

 

 

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د پرله پسې اورښتونو له امله راوتليو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتی ادارې کلید ته په راستولې خبرپاڼې کې ویلي، چې د تېرې ورځې له اورښتونو وروسته راوتليو سېلابونو څلوېښت څاروي لمنځه وړي، ۲۳ جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې او د یوه استنادي دېوال په ګډون یې د اوبو لېږدونې سیستم زیانمن کړى دى.

خبرپانې زياته كړې، چې د سېلابونو سختو څپو د عمرخېلو سيمه کې يو ابتدايه ښوونځى تخريب او ١٠ جريبه زراعتي ځمکه ويجاړه او د همدې ولسوالۍ بازار ته نږدې يې يو استنادي دېوال په بشپړ ډول ويجاړ كړى دى.

سرچینه وایي، د همدې ولسولۍ شولګر کلي کې هم ١٠ جريبه زراعتي ځمکه ويجاړه او کليو ، ښوونځيو او ځينو نورو دولتي ادارو ته د پاکو ابو رسونې يو سيستم په بشپړ ډول لمنځه تللى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA