ads

کوڅه ډب هلکان نجونې ځوروي

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې شکایت لري چې ښوونځيو ته د تګ راتګ پرمهال په لارو او کوڅو کې ولاړ زلمیان او تنکي ځوانان یې ځوروي. د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې شکایت لري چې ښوونځيو ته د تګ راتګ […]

نویسنده: TKG
10 چنګاښ 1392
کوڅه ډب هلکان نجونې ځوروي

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې شکایت لري چې ښوونځيو ته د تګ راتګ پرمهال په لارو او کوڅو کې ولاړ زلمیان او تنکي ځوانان یې ځوروي.

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې شکایت لري چې ښوونځيو ته د تګ راتګ پرمهال په لارو او کوڅو کې ولاړ زلمیان او تنکي ځوانان یې ځوروي.

کوم شمېر نجونې چې په سړکونو او کوڅو کې د کوڅه ډبه هلکانو له لوري ځورول شوي دي، وايي چې دا هلکان د نجونو ترمنځ د کوڅو او واټونو د اربکیانو په نوم یادېږي. د تالقانو د ښوونځیو زده کوونکې دا هم وايي چې د هلکانو زورزیاتی او ځورول د دې سبب شوې دي چې دوی ګوښي ښوونځي ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړي.

په تالقانو کې د نجونو د اول نمبر لیسې د یوولسم ټولګي یوه زده کوونکې وايي: (( د دغو اربکیانو( کوڅه ډبه زلمو) له خوا نه یوازې د ښوونځیو نجونې ځورول کېږي، بلکې د کور هغه مېرمنې چې د سودا د پیرلو لپاره بازار ته راووځي، هم ښه ورځ نه لري او تنګې دي.))

دا نجلۍ وايي چې څو ځلې ښوونځي ته د تګ راتګ پرمهال له کوڅه ډبه ځوانانو سره مخ شوې او د هغوی سپکې سپورې او وړاندیزونه یې اورېدلې دي: (( دا کوڅه ډبه زلمیان هېڅ کار او روزګار نه لري، کرئ ورځ د نجونه په تمه ناست وي، چې کله ښوونځي رخصت شي، بیا په نجونو پسې شي او سپکې سپورې او هرڅه ورته وايي.))

د تالقانو د نجونو د اول نمبر ښوونځي دا زده کوونکي وايي چې د ښار دا کوڅه ډبه هلکان چړې، تومانچې، بوکس پنجه او د جنګ جګړې نور سپک وسایل هم له ځانه سره ګرځوي او ښايي غټ جرایم هم ترسره کړي.

د تالقانو د نجونو د اول نمبر ښوونځي یوه بله زده کوونکې هم ورته شکایت لري او وايي چې په ډېر احتیاط ښوونځي ته تګ راتګ کوي: (( ډېره وېریږم چې هسې نه په موټر سایکل سپرو تش په نامه اربکیانو( کوڅه ډبه زلمیانو) سره مخ نشم.))

د ښوونځي دا نجلۍ له حکومتي مامورینو په جدیت سره غوښتنه کوي چې د دا ډول کوڅه ډبه او لنډغرو ځوانانو مخه دې ونیسي، څو نجونې په ډاډه زړه ښوونځیو ته تګ راتګ وکړي: (( د کوڅه ډبه زلمیانو له وېرې ډېرو نجونو ښوونځي پرېښي، دوی نجونو ته اخطارونه ورکوي، په لاره یې ځوروي، تاسې خپله فکر وکړئ په دغسې یوه حالت کې یوه نجلۍ څه کولۍ، مګر دا چې ښوونځی پرېږدي.))

خو د تخار ولایت امنیتي چارواکي ځانونه ژمن بولي چې د کوڅه ډبه، چاقو کش او هغو ځوانانو ټغر به مرکز تالقانو څخه ورټول کړي چې د ښوونځیو نجونې او عام خلک ترې سخت په عذاب دي.

د تخار ولایت امنیه قومندان عبدالحان قطغني په دې اړه وايي، دوی ټولو امنیتي ادارو ته امرکړی، دغسې لوچکې ډلې چې د ښار اوسېدونکو ته ځور پیدا کوي وپلټي:(( ټولو امنیتي، کشفي او استخباراتي ارګانونو ته مو امر کړی چې د دغو لنډغرو لیست راته راوړي.))

د قطغني په وينا، دى اول هڅه كوي چې دا كسان وپېژني: (( وروسته يې له پلرونو، سپین ږيرو او د کوڅې له استازو سره خبرې کوم، ترڅو په تخار كې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.)) نوموړي همداراز د تخار ولایت له اوسېدونكو وغوښتل چې په دې اړه ورسره مرسته وكړي: (( زه له خلکو غواړم کله چې دوی له دا ډول پېښو سره مخ کېږي بايد موږ ته خبر راکړي.))

د تخار ولایت امنیتي چارواکي له خلکو سره دا ژمنه هم کوي چې د نه اصلاح کېدو په صورت کې به ټول هغه لنډغر او کوڅه ډب ځوانان ونیسي چې په لارو او کوڅو کې د نجونو د ځورونې سبب کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA