د بلوچستان مرکز کوټه او د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز پېښور کې د دوو چاودونو له كبله لږ تر لږه ۴۵ تنه وژل شوي او نژدې سل نور ټپيان دي. د کوټې لوېديځ هزاره ټاون سيمه کې تېره شپه ۸ بجې يوه زوروره چاودنه شوې، چې لږترلږه ۲۸ کسان په کې وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د بلوچستان مرکز کوټه او د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز پېښور کې د دوو چاودونو له كبله لږ تر لږه ۴۵ تنه وژل شوي او نژدې سل نور ټپيان دي.
د کوټې لوېديځ هزاره ټاون سيمه کې تېره شپه ۸ بجې يوه زوروره چاودنه شوې، چې لږترلږه ۲۸ کسان په کې وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا تېره ورځ له غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکز پېښور څنډو کې د نيمه پوځي سرتېرو يوه کاروان سره نژدې د ريموټ كنټرول بم چاودنه شوې، چې له كبله يې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي او د دريو سرتېرو په ګډون ۴۷ نوري ټپيان دي.
د کوټې د پوليسو لوړ پوړي افسر فياض سنبل رسنيو ته ويلي، چې په هزاره ټاون سيمه کې شوې چاودنه، د ځانمرګي بريد پايله کې شوې ده.
پر دې سربېره په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان يو بريد کې درې سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او جمهوررئيس اصف علي زرداري له ټپيانو سره د مرستې امر کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


