ads

پېښور كې چاودنې ۱۵ تنه ووژل

د خيبرپښتونخوا ايالت په بډه بېرې سيمې كې د چاودنې له كبله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. پېښور كې د پوليس يوه افسر جاويد مروت د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې په دې پېښه كې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.     د خيبرپښتونخوا ايالت په بډه […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1392
پېښور كې چاودنې ۱۵ تنه ووژل

د خيبرپښتونخوا ايالت په بډه بېرې سيمې كې د چاودنې له كبله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. پېښور كې د پوليس يوه افسر جاويد مروت د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې په دې پېښه كې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

 

 

د خيبرپښتونخوا ايالت په بډه بېرې سيمې كې د چاودنې له كبله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پېښور كې د پوليس يوه افسر جاويد مروت د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې په دې پېښه كې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

ده زياته كړې، ټپيان، د درملنې لپاره ليډي ريډېنګ روغتون ته وړل شوي، چې له ډلې يې د ۵ هغو روغتيايي حالت نازك دى.

ويل كېږي دغه پېښه په سيمه كې د پوليسو پوستې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې له سيمې د امنيتي ځواكونو كاروان د تېرېدو په حال كې و.

د ځايي پوليسو په وينا، تراوسه د چاودنې بڼه نه ده معلومه، خو داسې ښكاري، چې چاودېدونكي توكي په يوه موټر كې ځاى پرځاى شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA