د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد وايي، ټيکاو لرونکى افغانستان او ايران د هند د انرژۍ برابرلو ته ډېر مهم دي. د نوموړي په وينا، دغه دواړه هېوادونه کولى شي، چې منځنۍ اسيا د هايدروکاربونيک بډايه زېرمو ته د رسېدلو لپاره نوي ډيلي ته ډېره ښه لار اواره کړي.
د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد وايي، ټيکاو لرونکى افغانستان او ايران د هند د انرژۍ برابرلو ته ډېر مهم دي.
د نوموړي په وينا، دغه دواړه هېوادونه کولى شي، چې منځنۍ اسيا د هايدروکاربونيک بډايه زېرمو ته د رسېدلو لپاره نوي ډيلي ته ډېره ښه لار اواره کړي.
هغه په کشمير پوهنتون کې د درې ورځني كنفرانس، چې د منځنۍ اسيا پر اهميت جوړ شوى، د وينا پر مهال پرون وويل، چې د ايران له لارې له روس او منځنۍ اسيا سره د هند د تړلو په تمه دي او همدارنګه غواړي، چې د ايران د چابهار بندر له لارې له افغانستان، تاجکستان او ازبکستان سره وتړل شي.
د هغه په خبره، په دې برخه کې ايران ډېر مهم کېږي او همدارنګه د افغانستان اهميت به هم ډېروي.
سلمان خورشيد وايي، که ايران له اروپايي ټولنې او امريکا سره د اټومي انرژۍ مسئله اواره کړي، نو دغه هېواد به د هند او منځنۍ اسيا ترمنځ هم په مهمه لار بدل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


