رسنۍ، چې په افغانستان كې د دولت څلورم ركن يا پايه ګڼل كيږي، د ټولنې د عيني واقعيتونو بيانوونكې دي، خو په دې شرط ، چې دغه رسنۍ، خپلواكه، بيطرفه او په هيڅ ارګان پورې تړلې نه وي، خو له بده مرغه زموږ په هيواد كې د رسنيو اړوند كاركوونكي، چارواكي او ژورنالستان له خورا نا خوالو
رسنۍ، چې په افغانستان كې د دولت څلورم ركن يا پايه ګڼل كيږي، د ټولنې د عيني واقعيتونو بيانوونكې دي، خو په دې شرط ، چې دغه رسنۍ ، خپلواكه، بيطرفه او په هيڅ ارګان پورې تړلې نه وي، خو له بده مرغه زموږ په هيواد كې د رسنيو اړوند كاركوونكي، چارواكي او ژورنالستان له خورا نا خوالو سره مخامخ دي او نشي كولاى، چې په ډاډمن ډول خپلې دندې پر مخ يوسي. ډير ځله د راپور جوړولو په وخت كې د چارواكو او زورمندانو له ناوړه چلند حتى وهلو، ټكولو سره مخ كيږي.
په تيرو څو کلونو كې د ژورنالستانو د وهلو ټكولو، سپكاوي، تهديد، برمته كېدو او حتى د وژنې پيښې په هیواد كې ثبت شوې، چې په ټوله نړۍ كې بې سارې وې.
څه وخت مخکې د اطلاعاتو او کولتور وزیر وویل، د یو شمېر رسنیو کړنې په هېواد کې د بیان آزادي ګواښي.
سید مخدوم رهین چې ولسي جرګې ته د رسنیزو سرغړونو ځوابولو لپاره ورغوښتل شوی و، ویلي د دغو سرغړونو سره د مقابلې لپاره د ولسي جرګې ملاتړ ته اړتیا لري.
سید مخدوم رهین د ځینو رسنیو د خپرونو یو شمېر برخې په افغانستان کې د بیان د آزادۍ په وړاندې یو ګواښ وباله، خو په دې اړه یې نور جزییات ور نه کړل.
د ولسي جرګې استازو رهین ته یوه میاشت وخت ورکړ چې د رسنیو سرغړونې و ارزوي.
د هیواد د اطلاعاتو او کولتور وزیر په ولسي جرګې کې د هغو استازو سره یوه خوله شو چې د رسنیو پر کړنو نیوکې کوي.
رهین چې د رسنیو پر کړنو د نیوکو ځوابولو لپآره ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و، له جرګې وغوښتل چې د رسنیو د چلوونکو په وړاندې د ده ملاتړ وکړي.
ولسي جرګې ته د اطلاعاتو او کولتور وزیر تلو دغه راز د افغان رسنیو په وړاندې د دوو لید لورو تقابل هم وښود.
په دې وروستیو کې پر رسنیو نیوکې په ډېرېدو دي. یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د رسنیزو سرغړوونو د ارزونې کمسیون د نهو خصوصي تلوېزیوني شبکو ځینې خپرونې غېر اسلامي او غېر اخلاقي وبللې او د هغو خپرونو او سریالونو د بندولو غوښتنه یې وکړه.
تر دې وړاندې د افغانستان د عالمانو شورا هم د یو شمېر تلوېزیوني چاینلونو خپرونې له اسلام سره په ټکر کې بللې وې چې ویل کېږي ولسمشر حامد کرزي دغه غوښتنه منلې وه.
خو په افغانستان کې د رسنیو ملاتړې ادارې وایي حکومت په دې توګه هڅه کوي په دغه هېواد کې د رسنیو فعالیتونه محدود کړي.
یو څه چې د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنه یې بللی شو، هغه دبیان آزادي او د رسنیو پراخه فعالیت دی ، چې له بده مرغه په وار، وار له دغې لاسته راوړنې سره د مغرضو کسانو لخوا ضدیت هم ښودل شوی.
د خبریالانو او رسنیو د چلوونکو د تهدیدونو او وهلو ټکولو تر څنګ دوه کاله مخکې هم د دولت د رياست دفتر لخوا، يو مكتوب ځينو دولتي ادارو ته وليږل شو، چې په كې له دولتي چارواكو څخه غوښتنه شوې وه، چې له ژورنالستانو سره د دولت پر ضد له مركو څخه ډډه وكړي، چې دا خبره د بيان د آزادۍ او د رسنيو د قانون پر خلاف يو ګام ګڼل كيږي او دا امر د دې لامل شوى و، چې دولتي چارواكي رسنيو ته په بيلابيلو برخو كې له مالوماتو وركولو څخه ډ ډه وكړي.
د دې ډول مكتوب په ليږلو سره، دولت يو ځل بيا هغه وخت وښوده، چې د افغانستان حكومت د يو ډموكراتيك نظام له ماهيت سره بشپړه آشنايي نه لري.
پداسې حال كې، چې دا كار يو غير قانوني كار دى. دا د دې لپاره، چې د رسنيو په قانون كې دا په ډاګه شوې، چې دولتي چارواكي ښاريانو په تيره بيا ژورنالستانو ته د مالوماتو په وركولو موظف دي او كله، چې موږ يوه چارواكي او مامور ته مراجعه كوو او هغه د مالوماتو له وركولو ډه ډه كوي، په حقيقت كې هغه د رسنيو د قانون له دغې مادې څخه سر غړاوى كوي.
كه په رښتينې د رسنيو او ژورنالستانو په وړاندې دولت دومره بې تفاوته واوسي او د هغوى د ځاني او كاري ژوند د تامين او تضمين په هكله مثبت او كوټلي ګامونه پورته نه كړي او له بلې خوا پرې بندیزونه ولګوي په رښتيا به هم په افغانستان كې د بيان د آزادۍ ، رسنيو او ژورنالستانو حالت له نا خوالو ډك وي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


