د روانې ميلادي جون مياشتې ٣٠ مه نېټه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د کارتونو د اعتبار وروستۍ ورځ وه، خو اوس پاکستان دا موده د ٢٠١٥ ميلادي کال تر وروستۍ ډسمبر مياشتې پورې وغوځوله او ويې ويل، چې دغه افغان کډوال تر دوه نيمو نورو کلونو پورې هم په دغه هېواد کې اوسېدلاى
د روانې ميلادي جون مياشتې ٣٠ مه نېټه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د کارتونو د اعتبار وروستۍ ورځ وه، خو اوس پاکستان دا موده د ٢٠١٥ ميلادي کال تر وروستۍ ډسمبر مياشتې پورې وغوځوله او ويې ويل، چې دغه افغان کډوال تر دوه نيمو نورو کلونو پورې هم په دغه هېواد کې اوسېدلاى شي.
دا پرېکړه تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو بنسټ، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ په کابل کې اعلان کړه.
د افغانستان د کډوالو چارو وزير جماهير انوري د دغې پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل، چې تر دې وروسته به افغان کډوال په پاکستان کې د خپلې مېشتېدنې په اړه هېڅ راز اندېښنه ونه لري.
د رسمي شمېرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې له درې ميليونه ډېر افغان كډوال مېشت دي، چې يو اعشاريه شپږ ميليونه يې قانوني اسناد لري.


