ads

د امریکا د څارنې اداره: له روسيې څخه دې د هليكوپټرو پېرل وځنډول شي

د امریکا د متحدو ایالتونو د څارنې یوې ادارې د دې هېواد د دفاع پر وزارت، د افغانستان ملي اردو ته د روسي هليکوپټرو د اخیستلو له کبله انتقاد کړی دی. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر په یو وروستي راپور کې ویلي دي چې؛ په افغانستان کې د ځانګړي […]

نویسنده: TKG
7 چنګاښ 1392

د امریکا د متحدو ایالتونو د څارنې یوې ادارې د دې هېواد د دفاع پر وزارت، د افغانستان ملي اردو ته د روسي هليکوپټرو د اخیستلو له کبله انتقاد کړی دی. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر په یو وروستي راپور کې ویلي دي چې؛ په افغانستان کې د ځانګړي ماموریت څانګه کافي

 

 

د امریکا د متحدو ایالتونو د څارنې یوې ادارې د دې هېواد د دفاع پر وزارت، د افغانستان ملي اردو ته د روسي هليکوپټرو د اخیستلو له کبله انتقاد کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر په یو وروستي راپور کې ویلي دي چې؛ په افغانستان کې د ځانګړي ماموریت څانګه کافي کسان او متحصصان نه لري چې؛ دا هليکوپټرې په کار واچوي او ترمیم یې کړي.

د دې راپور په وینا، ویل کیدای شي چې؛ بیا هم امریکايي ډالر ضایع شوي دي.

په دې راپور کې وړاندیز شوی دی چې؛ د دې هليکوپټرو اخیستل دې تر هغې وځنډول شي څو افغان ځواکونه له دې څخه د کار اخیستو وړتیا پیدا کړي.

د جون پر اولسمه نیټه د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې؛ مې اولس ډوله دیرش هليکوپټرې یې د پنځه سوه څلور پنځوس میلیونو ډالرو په ارزښت اخیستي دي.

پنټاګون همدارنګه غواړي چې؛ له یو امریکايي شرکت څخه هم د ۲۱۸ میلیونو ډالرو په ارزښت اتلس هلیکوپټرې واخلي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA