ads

د پاکستان دوو ښارونو کې بمي چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په کراچۍ او بنو ښارونو کې د بمي چاودنو له کبله ۱۱ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. لومړۍ چاودنه نن سهار د کراچۍ ښار برنس روډ سيمه کې د ايالتي سترې محکمې دروازې ته څېرمه وشوه. د پاکستان په کراچۍ او بنو ښارونو کې د بمي چاودنو له کبله […]

نویسنده: TKG
5 چنګاښ 1392
د پاکستان  دوو ښارونو کې بمي چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په کراچۍ او بنو ښارونو کې د بمي چاودنو له کبله ۱۱ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. لومړۍ چاودنه نن سهار د کراچۍ ښار برنس روډ سيمه کې د ايالتي سترې محکمې دروازې ته څېرمه وشوه.

د پاکستان په کراچۍ او بنو ښارونو کې د بمي چاودنو له کبله ۱۱ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

لومړۍ چاودنه نن سهار د کراچۍ ښار برنس روډ سيمه کې د ايالتي سترې محکمې دروازې ته څېرمه وشوه.

په دغې چاودنه کې اووه تنه وژل شوي، چې شپږ يې پوليس دي او د امنيتي ځواکونو په ګډون شاوخوا ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.

د ځايي پوليسو په وينا، چاودنه هغه مهال وشوه، چې د سند د سترې محکمې د مشر قاضي مقبول باقر د موټرو كاروان له دغه ځايه د تېرېدو په حال کې و.

د پوليسو په وينا، د بريد هدف مشر قاضي مقبول باقر و، چې له كبله يې سخت ټپي شوى دى.

بلخوا د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو ښار كې د امن کمېټې د مشر ملک حاکم خان پر موټر د ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې ملک حاکم خان، د هغه يو زوى او وراره وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA