ads

جېمز ډوبېنز له نواز شريف سره د قطر دفتر او سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز ډوبېنز د پاکستان د پوځ له مشر او لومړي وزير سره د افغانستان د سولې پروسې او د قطر  د دفتر په اړه خبرې وکړې. د افغانستان او پاكستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز ډوبېنز د پاکستان د پوځ له مشر او لومړي وزير […]

نویسنده: TKG
5 چنګاښ 1392
جېمز ډوبېنز له نواز شريف سره د قطر دفتر او سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز ډوبېنز د پاکستان د پوځ له مشر او لومړي وزير سره د افغانستان د سولې پروسې او د قطر  د دفتر په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز ډوبېنز د پاکستان د پوځ له مشر او لومړي وزير سره د افغانستان د سولې پروسې او د قطر  د دفتر په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د دولتي اژانس (آي پي پي ) د راپور له مخې، جېمز ډوبېنز پرون له غرمې وروسته  لومړي وزير نواز شريف سره په داسې حال کې وليدل، چې د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني هم شتون درلود.

سرچينې زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال  د امريکا ځانګړي استازي پاکستانيو چارواکو ته د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د وروستيو پرمختګونو او د طالبانو د قطر ددفتر په اړه معلومات ورکړل.

د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ددې ليدنې پر مهال يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دي او پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

نوموړي په ټينګار سره ويلي، چې په سيمه کې د ثبات لپاره بايد امريکا او پاکستان ګډ کار وکړي.

تر دې ليدنې وروسته نواز شريف جمهوررئيس حامد کرزي سره ټيليفوني خبرې كړي او هغه ته يې د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA