د افغانستان او امريکا جمهوررئيسانو د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه اوږدې ټېلېفوني خبرې کړې دي. له ارګ څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما جمهوررئيس جمهوررئيس حامد کرزي ته ټېلېفون
د افغانستان او امريکا جمهوررئيسانو د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه اوږدې ټېلېفوني خبرې کړې دي.
له ارګ څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما جمهوررئيس جمهوررئيس حامد کرزي ته ټېلېفون وكړ او يو نيم ساعت يې ورسره د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، چې د دې اړيکې پر مهال پر امنيتي، د سولې پروسې، په قطر کې د طالبانو ددفتر او له ګاونډيانو سره دافغانستان پر اړيکې بحثونه وشول.
بلخوا په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي، چې جمهوررئيس بارک اوباما ددې اړيکې پر مهال د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړى او په ډاګه كړې يې ده، چې يوازې د افغان حکومت په مشرۍ روان تاوتريخوالي ته ډاډمنه لاره موندل کېداى شي .
له سپينې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دواړو مشرانو د قطر له دفتر څخه په دې شرط ملاتړ وکړ، چې د افغانستان د سولې عالي شورا او د قطر د دفتر د طالبانو ترمنځ خبرې اترې بايد وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


