پاکستاني طالبانو بي بي سي ته ويلي، چې د بهرنيانو په نښه کولو لپاره يې يوه نوې ډله جوړه کړې ده. دوی دغه ګام د وژنې له هغې پېښې وروسته اخيستی، چې تېره شنبې يې په ګيلګيت بلتستان کې ۱۰ تنه بهرني غره ختونکي په کې ووژل.
پاکستاني طالبانو بي بي سي ته ويلي، چې د بهرنيانو په نښه کولو لپاره يې يوه نوې ډله جوړه کړې ده.
دوی دغه ګام د وژنې له هغې پېښې وروسته اخيستی، چې تېره شنبې يې په ګيلګيت بلتستان کې ۱۰ تنه بهرني غره ختونکي په کې ووژل.
طالبان اوس د نورو بريدونو ګواښونه کوي.
د پاکستاني طالبانو يوه وياند بي بي سي ته ويلي، چې يوه نوې ډله به د دغه هېواد هره برخه کې بهرنيان په نښه کوي.
هغه وايي، دا له نړيوالې ټولنې غچ دى، ځکه په وينا يې، پاکستان کې يې د بې پيلوټه بريدونو دوام ته لار هواره کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

