هند په قطر کې د افغانستان د سولې د پيل شوې پروسې پر وړاندې محتاطانه خوشبيني څرګنده كړه، خو د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي دي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل په افغانستان کې د دايمي سولې لور ته يو مهم ګام دى.
هند په قطر کې د افغانستان د سولې د پيل شوې پروسې پر وړاندې محتاطانه خوشبيني څرګنده كړه، خو د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي دي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل په افغانستان کې د دايمي سولې لور ته يو مهم ګام دى .
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په عين حال کې په دې لاره کې د يو لړ خنډونو يادونه هم وکړه .
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کاترين اشتون پرون وويل، دوى غواړي په دې ډېر حساس وخت كې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو، او د ناټو په ګډون د نړيوالې ټولنې ترمنځ همغږي زياته کړي او په وينا يې، په راتلونکو څو مياشتو کې به دا مسئله يو لوى لومړيتوب وي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان له ټولو سياسي لورو وغوښتل، چې په خپل هېواد کې د سولې د روان بهير ملاتړ وکړي .
په همدې حال کې هند پرون د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري له ډاډ ورکولو وروسته وويل، چې په قطر کې د پيل شوي بهير په مشروط ډول ملاتړ کوي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

