ads

د بشري حقونو په کمسیون کې حزبي ټاکنې

جمهور رئیس کرزی ایله ۱۶میاشتې پس ( د ۲۰۱۳ میلادي کال د جون په۱۶مه) په دې وتوانېد چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره رئیس او غړي وپېژني، خو دا انتخاب سمد واره د مدني ټولنې د ځینو غړو له کلک غبرګون سره مخ شوی چې ګواکې د لیاقت او وړتیا له مخې نه […]

نویسنده: TKG
4 چنګاښ 1392
د بشري حقونو په کمسیون کې حزبي ټاکنې

جمهور رئیس کرزی ایله ۱۶میاشتې پس ( د ۲۰۱۳ میلادي کال د جون په۱۶مه) په دې وتوانېد چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره رئیس او غړي وپېژني، خو دا انتخاب سمد واره د مدني ټولنې د ځینو غړو له کلک غبرګون سره مخ شوی چې ګواکې د لیاقت او وړتیا له مخې نه دی شوی او ټاکل شوي کسان حزبي تمایلات لري او ښايي عدالت قرباني کړي.

جمهور رئیس کرزی ایله ۱۶میاشتې پس ( د ۲۰۱۳ میلادي کال د جون په۱۶مه) په دې وتوانېد چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره رئیس او غړي وپېژني، خو دا انتخاب سمد واره د مدني ټولنې د ځینو غړو له کلک غبرګون سره مخ شوی چې ګواکې د لیاقت او وړتیا له مخې نه دی شوی او ټاکل شوي کسان حزبي تمایلات لري او ښايي عدالت قرباني کړي.

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۶مه د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د کمیشنرانو ۵ کلنه کاري دوره ختمه او لږ ترلږ د دغه کمسیون درې تنه غړي (نادر نادري، فهیم حکیم او مولوي غریب) له دندو ګوښه او پاتې نور له دې پرته چې د کار موده یې هغه مهال وغځول شي، خپلې دندې تر اوسه پرمخ بیولې.

د بشري حقونو د کمېشنرانو د ټاکنو لپاره څو وارې د مدني ټولنې غړو له جمهور رئیس کرزي سره کتلي او د فعالانو یو لیست ته یې هم جمهوري ریاست ته سپارلی و چې د هغو له منځه انتخاب وکړي، خو اوس چې د کمسیون د رئیسي په توګه داکټره سیما سمر او د کمسیون د غړو په توګه محمد فرید حمیدي، سید احمد ضیا لنګري، ډاکټر ثریا صبحرنګ، مولوي عبدالرحمن هوتک، قدریه یزدان پرست، سترجنرال ایوب اصیل، حوا علم نورستانی او وحیدالله ارغون ټاکل شوي، انتقادونو یو ځل بیا مطبوعاتو ته لاره کړې او ویل کېږي چې د مدني ټولنو غوښتنې په پام کې نه دي نیول شوي.

د دوی په بارو کوم کسان چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د غړو او کمیشنرانو په توګه ټاکل شوي سیاسي او تنظیمي وابستګۍ لري او پر همدې بنسټ به په هېواد کې د انتقالي عدالت له تطبیق څخه ملاتړ ونه کړي.

د افغانستان د حقون دانانو د شبکې رئیس عبدالستار سعادت پر همدې عقیده دی. نوموړي ازادۍ راډیو ته ویلي: (( په تنظیمي جګړو کې د بشري حقونو د رئیس حضور چې په خواشینۍ سره د افغانستان د تور تاریخ یوه برخه جوړوي، دې مسئلې موږ اندېښمن کړي یو، د انتقالي عدالت پروسه چې د سیما سمر تر ریاست ترتیب شوې او هغې یې خپراوی وځنډاوه. او څوک چې اوس ټاکل شوي ځینې په جمعیت اسلامي او ځینې په اتحاد اسلامي پورې تړلي خلک دي.))

ښاغلی سعادت په ټینګار سره وايي چې د مدني ټولنو غړو له جمهور رئیس کرزي سره پخپلو مخکینو لیدنو کې د افرادو دوه لیستونه د کمسیون د غړو د ټاکلو په هدف وړاندیز کړي وو، خو په خبره یې د دغو لیستونو له منځه یو تن هم نه دی ټاکل شوی.

د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل بیا وايي، د ده نوم هم په هغو وړاندیز شویو لیستونو کې درج و چې د مدني ټولونو د بنسټونو له لوري د ((افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسیون )) د کمیشنرانو د ټاکلو لپاره وړاندیز شوي وو.

د لعل ګل په خبره دا ځل هم د بشري حقونو د کمسیون په رابطه د مصلحتونو له مخې ګام پورته شوی، ځکه د مدي ټولنو د پرې اشخاصو د وړاندیز شوي له مخې څوک نه دي ټاکل شوي: (( زه د نورو نومونه نه اخلم خو دا به ووايم چې زما د رضا خلاف زما نوم هم په كې( لیست کې)  و، اوس چې څومره زه خبر يم د هغو لېستونو له مخې يو تن هم نه دى راوستل شوى.))

د  ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر په ۲۸مه ( ۱۳۹۰د مرغومي په اوومه نېټه) د مدني ټولنو دوو ډلو له جمهور رئیس کرزي سره ناسته درلوده. استاد حبیب الله رفیع د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې د غړي په توګه  له جمهور رئیس سره کتلي وو.

استاد وايي چې دوی  د بشري حقونو په خپلواک کمسیون کې د ټولیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه او ((جمهور رئیس وعده وکړه چې زه حاضر یم، تاسو ماته یا په ګډه او یا هم بېل بېل وړ کسان را معرفي کړﺉ چې کار وکړای شي، زه به پرې غور وکړم او په ګډه به یې انتخاب کړو…)) خو اوس ګورو چې دا ځل هم ټاكل شوى كمسيون مستقل او خپلواك نه، بلكې يو فرمايشي، غير ملي او دولتي كمسيون دى: ((په لومړي ځل هم د سيما سمر مقررول سم نه وو، دغه راز وروسته هم د هغې په مشرۍ جوړ شوي كمسيون په تېرو لسو كلونو كې هېڅ كوم جنايتكار محكمې ته راكش نه كړ، اوس چې بيا مقرره شوې دا يو ځل بيا د قانون ماتولو په معنی دي.))

(( شبکه جامعه مدني و حقوق بشر)) بیا له جمهور رئیس کرزي څخه غواړي چې د بشري حقونو لپاره د نویو کمېشنرانو په ټاکنه دې بیا کتنه وکړي.

د دغې ټولنې غړو هم د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې ادعا وکړه چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون نوي ټاکل شوي کمیشنران په ګوندونو او سیاسي ډلو پورې تړلې دي.

د دغې ټولنې مشر محمد نعیم نظري وايي چې سیاسي لاهوهنې او د افغانستان د بشري حقونو په کمسیون کې د غښتلیو څېرو نه موجودیت به منفي اغېز پرځای پرېږدي. ښاغلي نظري له جمهور رئیس کرزي څخه په جدیت وغوښتل چې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې پر بنسټ د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د رئیس او غړو ټاکل د جمهور رئیس له صلاحیتونو څخه دي. د چارو ادارې ویاند رفیع فردوس د مدني ټولنې د غړو له لوري شوي انتقادونه ردوي او وايي چې ټاکل شوي کسان حقوقي ماضي لري او د مدني ټولنې د وړاندیز پر اساس ټاکل شوي دي: (( دا ټاکنې د مدني بنسټونو د وړاندیزونو پر اساس چې وړاندې یې له جمهور رئیس کرزي لیدنې درلودې، شوې دي.))

په هرحال اوس چې د بشري حقونو رئیس او غړي ټاکل شوي دي مدني ټولنې هیله کوي چې دا کمسیون لږ ترلږ د جګړې جرایمو هغه راپور باید خپور کړي چې د خپرېدو پر سر یې څو تنه کمېشنران (نادر نادري، فهیم حکیم او مولوي غریب) له دندو ګوښه شول.

دا راپور د ((منازعې تصویر)) نومیږي او د سردار محمد داوود خان د حکومت له ړنګېدو وروسته تر ۲۰۰۱ کاله پورې د جنګي جنایاتو، ملکي وژنو او په زندانونو او شخصي توقیف ځایونو کې د شکنجو تصویر دی چې مستند شوی دی.

ویل کیږي په دې راپور کې هغه شکنجې او وژنې تصویر شوي چې عاملین یې دا مهال د حکومت په لوړو پوستونو کار کوي. د مدني ټولنې ځینې غړي وايي د دغه راپور خپرول به له خلکو سره دا مرسته هم وکړي چې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونکو ټاكنو كې چا ته خپله رايه ورکړي.

د کلید اوونیزې د ۵۶۹ ګڼې تحلیل (د منازعې تصور په تاخچه کې زړو شو)) تر عنوان لاندې پر بشري حقونو د تمرکز په نامه د يوې مدني ټولنې مشر اذريون متين نقل قول راخستی چې وايي د دغه راپور نه خپريدل ښايي د ده له نظره افغان حکومت ته دا واک ورکړي چې پر نورو سياسي ډلو سياسي فشارونه زيات او له همدې كبله د جمهوري رياست ټاکنې د ځان په ګټه تمامې كړي: (( د  منازعې تصویر راپور هغه راپور دى چې په واقعيت کې يې جګړه ترسيم کړې ده، هغه کسان چې په جگړو کې ښکېل وو هغه يې په نښه کړي دي، خلک هم دا حق لري چې په دغه حقيقت پوه شي او حقيقت واوري.))

متين اندېښنې ښودلې چې دولت ښايي دغه راپور د يوې سياسي وسيلې په توګه كارولو ته ځنډولى وي، خو په خبره يې كه تر ټاكنو وړاندې دا راپور نشر نه شي، نو زيانونه به يې هم پټ پاتې نه شي: (( اول خو بايد دا راپور نور خپور شي، څو خلك مجرمين وپېژني او راتلونكو ټاكنو كې رايه ور نه كړي، خو كه دا كار تر راروان كاله پورې خپور نه شو او د انتقالي عدالت په تړاو د جنګي مجرمينو مسئله همداسې پاتې شوه، نو په بله سياسي دوره كې به يې هم تطبيق او نشر له ځنډ او خنډ سره مخ شي.))

د اذريون متين له غوښتنې سره اكثره سياسي منتقدينو هم د موافقې سر خوځولی او د دې راپور د ژر تر ژره خپرېدو غوښتنه یې کړې ده.  سياسي کارپوه ډاکټر روح الله امین وايي: (( دا كار د نويو كمیشنرانو تر راتګه ځنډول شوى و، اوس چې دا کار وشو، ځنډ مه کوئ، مصلحتونو ته شا کړئ او د ملت په ګټه ګام واخلئ.))

تېرکال سیما سمر ویلي وو چې د ځينو امنيتي علتونو او د جمهور رئيس په غوښتنه  يې د مجرمينو په اړه مستند ((د منازعې تصوير)) راپور تر يوې خاصې مودې ځنډولى دى، خو اوس به ولیدل شي چې د نوموړې او د دې کمسیون د نویو غړو په ټاکل کېدو سره به دوی د دغه راپور په خپراوي وتوانېږي او که په تاخچه کې به وټاکل شي؟

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA